Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سيلاب ها در غزنى و لوگر خساراتى به باور آورد

سيلاب ها در غزنى و لوگر خساراتى به باور آورد

author avatar
15 Aug 2013 - 11:57
سيلاب ها در غزنى و لوگر خساراتى به باور آورد
author avatar
15 Aug 2013 - 11:57

غزني-پل علم (پژواک ۲۴ زمری ۹۲): په غزني او لوګر کې سېلابونو پنځه تنه مړه کړي، زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې يې لاندې کړي او د خلکو حاصلات يې زيانمن کړي دي.

دغو سيلابونو د غزني په اندړو او قره باغ ولسواليو کې شاوخوا ٦٠ کورونه نړولي، لويو لارو، کاريزونو او کانالونو ته يې هم زيان رسولى دى.

دغه څرګندونې د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل ،چې سېلاب د سردې بند پنځه کيلومتره کانال نړولی او د دې ترڅنګ يې لسګونه باغونه او څو کورونه هم ويجاړ کړي دي.

نوموړى زياتوي، تر دې مهاله د نړېدلو کورونو شمېر نه دى معلوم، خو د سردې بند د کانال مهمه پروژه ډېره زيانمنه شوې ده.

د اندړو اوسېدونکى رحمت الله وايي، چې د باغ تر ٨٠٠ زيات تاکونه يې د سېلاب له امله خټو لاندې کړي او شاوخوا لس ټنه انګور په کې خراب شوي دي.

دغه راز د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال وايي، په دې ولسوالۍ کې سېلاب لسګونه کورونه نړولي، اته کاريزونه بند شوي او تر لس زره جريبه زياته ځمکه اوبو لاندې کړې ده.

په غزني کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر حفيظ الله ګلستاني دا مني، چې په يادو ولسواليو کې سېلاب زيان اړولى، خو وايي چې تر دې مهاله يې د زيان کچه نه ده معلومه.

د ده په وينا، چې د سېلاب له امله له زيانمنو کورنيو سره به تر خپله وسه مرسته وکړي.

د يو بل خبر له مخې، د لوګر په مرکز پل علم، خروار، بره کي برک، محمد اغې او څرخ ولسواليو کې سېلاب پنځه تنه مړه کړي او درانه مالي زيانونه يې اړولي دي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش پژواک اژانس ته وويل، په خروار کې د يوې کورنۍ پنځه تنه مړه شوي، چې درې په کې ماشومان دي.

دغه راز په لوګر کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس اجمل ستانکزى وايي، چې په بره کي برک کې ١٨ او محمداغې کې ٣٠ کورونه نړېدلي دي.

د ستانکزي په وينا، شاوخوا ٥٠٠٠ جريبه ځمکه، چې باغونه او دغه راز د کچالو او پيازو حاصلات په کې شامل وو، سېلاب وړي دي.

د ده په خبره، چې په پل علم او څرخ کې هم ٢٠٠ باغونه زيانمن شوي دي.

 نوموړى دغه زيان تر ميليونونو افغانيو زيات بولي، خو وايي دومره امکانات نه لري ،چې له زيانمنو سره مرسته وکړي.

د محمداغې يو بزګر خيال محمد وايي، په درې جريبه ځمکه کې يې کرلي پياز او کچالو ټول سېلاب لاندې کړي او د کال خواري يې اوبو يووړه.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو اونيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې اورښتونو او سېلابونو د ځاني زيان تر څنګ درانه مالي زيانونه واړول.

بازدیدها: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

PAJHWOK MOBILE APP

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر