Language

” د کانکور  خپلواکه  او با صلاحيته مسلکي کمېټه دې جوړه شي”

کابل ( پژواک١٢وږى٩٢):د پوهنتونونو د استادانو ټولنه، د ازموينې رياست د لغوه کېدو او پر ځاى يې د ملي کمېټې د جوړېدو غوښتنه کوي او وايي،چې د کانکور ازموينه کې بايد د جګړو  ځپلو سيمو زده کوونکو ته ځانګړې پاملرنه وشي .

د يادې ټولنې مشر تاج محمد اکبر نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې د لوړو زده کړو وزارت د ازموينو رياست په نامه تشکيل دې لغوه او پرځاى دې د کانکور يوه خپلواکه ، با صلاحيته ، مسلکي او بى پرې ملي کمېټه جوړه شي.

هغه وويل، چې دغه کمېټه دې د پوهنتونونو له با صلاحيته او تجربه لرونکو استادانو جوړه شي. 

هغه زياته کړه : ((د دې کمېټې مشران بايد ډير پاک ، با تجربه ، ژمن او پوه کسان وي .))

دغه راز اکبر وړانديز کوي ، چې د لوړو زده کړو وزارت بايد د ګرمو او سړو سيمو د کانکور ازموينې وخت داسې تنظيم کړي ، چې د ښوونځي او پوهنتون تر منځ واټن کې  د زده کوونکو د وخت له ضايع کېدو مخنيوى وشي.

هغه زياته کړه : ” د ګرمې سيمې يو زده کوونکى ، چې له ښوونځي فارغيږي او بيا د کانکور ازموينه ورکوي او بيا د ګرمې سيمې پوهنتون ته کاميابيږي، نو له کال نه ډير وخت يې ضايع کيږي .”

دا مهال د ګرمواو سړو سيمو د ١٢ ټولګي د فارغانو د کانکور ازموينه په داسې حال کې  په يو وخت کې اخيستل کيږي، چې د سړو سيمو ښوونځي درسي کال په ليندۍ مياشت کې او د ګرمو سيمو په غبرګولي کې بشپړيږي.

 

اکبر دا هم وويل ، چې د کانکور ډيرې پوښتتنې لومړى په دري ژبه جوړيږي او بيا پښتو ته ژباړل کيږي ، چې ډيرې زياتې ستونزې لري او زده کوونکي نه شي کولاى ، چې د پوښتنې په اصلي  مفهوم پوه شي .

اکبر زياته کړه ، چې د دې ستونزې د مخنيوي لپاره بايد پوښتنې د دري ژبو لپاره له دري کتابونو او د پښتنو لپاره له پښتو کتابونو واخيستل شي.

په ياده غونډه کې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو د ټولنې غړي عصمت الله سجاد وويل ، چې د کانکور په ازموينه کې د جنګ ځپلو ، نا امنه او لږو پرمختللو سيمو زده کوونکو ته ځانګړې پاملرنه اړينه ده .

هغه زياته کړه ، چې د يادو سيمو زده کوونکو ته  دې د کانکور د ازموينې لپاره د مرستندويه پروګرامونو د جوړلو ترڅنګ ، د کانکور په ازموينه کې بېلې پوښتنې جوړې شي .

ده دا هم وويل،چې د يادو سيمو د استادانو د سويې د لوړلو لپاره دې لازم پروګرامونه او ځانګړي امتيازات په پام کې ونيول شي، ترڅو زده کوونکو ته لازمې زده کړې ورکړي .

هغه د لوړو زده کړو له وزارت څخه وغوښتل،چې د کانکور د ازموينې پرمهال دې د درغليو د مخنيوي لپاره پوره هڅې وکړي او  زورواکي ، دلالان او نور درغلي کوونکي  دې تشخيص او د قانون منګولو ته  وسپاري .

د يادې ټولنې بل غړي ډاکټر نجيب الله امرخېل وويل ، چې د مسلکي او عمومي تعلمياتو له دوولسمو ټولګيو فارغانو څخه يو ډول ازموينه اخيستل کيږي ، حال دا ، چې د دوى درسي نصابونه سره جلا دي .

د ده په وينا، د کانکور د پروسې لپاره مسلکي ، روزل شوي او متخصص کادرونه نشته او هغه څوک ، چې تجربه او تعهد لري په دې پروسه کې ځاى نه ورکول کيږي .

دى وايي ، چې د کانکور ازموينې پوښتنې له اکاډميکو معيارنو سره سمې نه جوړيږي  .

ده د لوړو زده کړو له وزارت څخه غوښتنه وکړه ، چې د کانکور ازموينې ساحه دې محدوده کړي، ترڅو د درغليو مخه ونيول شي .

هغه زياته کړه : ((د کانکور د ازموينې د ساحو پراخوال هم يوه ستونزه ده ،چې په هر ولايت او حتى په ځينو ولسواليو کې د کانکور ازموينه اخيستل کيږي ، چې د کانکور کيفيت ، نظارت او شفافيت تر کلکې پوښتنې لاندې راولي او  درغليو او نا انډوليو ته لار هواروي .))

هغه دا هم وويل ، چې په ځينو ولايتونو کې واليان ، امنيه قوماندانان او د  ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي د کانکور په ازموينه کې لاسوهنه کوي او د لوړو زده کړو وزارت بايد د دغه شان لاسوهنو مخه ونيسي .

  د يادې اتحاديي چارواکي وايي ، چې تر دې وړاندې يې د کانکور په برخه کې ستونزې او د حل لارې د لوړو زده له وزارت سره شريکې کړي، خوکومه مثبت پايله يې نه ده لرلې .

دوى تور پورې کوي ، چې د لوړو زده کړو وزارت د زورواکو د خوشحالولو لپاره  کانکور ته د يوې مهمې ملي او برخليک ټاکونکې پروسې په توګه نه ګوري .

د لوړو زده کړو وزارت وياند محمد عظيم نوربخش پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د کانکور پروسې د ملې کولو لپاره دغه وزارت په يوه سيمينار کې طرحه جوړه کړې  او د وزيرانو شورا ته يې استولې ده .

 د هغه په وينا، د لوړو زده کړو وزارت غوښتل ، چې د ګرمو او سړو سيمو د کانکور ازموينه په جلا، جلا وختونو کې واخلي، خو د بيلابيلو بنسټونو له خوا پر دې وزارت د نيوکو له امله له دې اقدام څخه لاس په سر شو .

 هغه زياته کړه  : ((دې اتحاديې ، چې کوم  وړانديزونه کړي،  نوي نه دي،  په دې ټولو برخو کې موږ ډيرې ښې طرحې لرو او په اړه مو يې  پخوا اقدامات کړي .))

نور بخش وايي ، چې له طرزالعمل سره سم  د نا امنو سيمو  د کانکور له ګډونوالو سره وزارت د کانکور د ازموينې پرمهال د نومرو په برخه کې ډيره مرسته کړې ده .

دغه راز هغه وايي،چې  وزارت د هيواد په ټولو زونونو کې د نا امنو سيمو د زده کوونکو لپاره د کانکور په برخه کې روزنيز پرګرامونه په لار اچولي دي .

هغه زياته کړه : (( زه نه پوهيږم ، چې دې اتحاديې اوس ولې دغه خبره بيرته راپورته کړې او د ډېرو خبرو په اړه معلومات هم نه لري.))

نوربخش وايي ، چې د کانکور د ازمويني د روڼوالي په برخه کې وزارت اړين ګامونه پورته کړي  او تر وروستي بريده هڅه کوي ، چې په دې ازموينه کې د هر ډول درغلۍ او زور زياتي مخه ونيسي .

هغه دا هم وويل ، چې وزارت څه موده وړاندې هڅه کړې وه ، چې د کانکور ازموينې ساحه کوچنۍ کړي، خو مدني ټولنو او نور بنسټونو پر وزارت سختې نيوکې وکړې او ويل يې ، چې کانکور يوه ملي پروسه ده او ټول هېوادوال حق لري ، چې په دې پروسه کې په خپلو سيمو کې ګډون وکړي .