Language

کابل ښاروال د ځمکو په غصب او اداري فساد تورن شو

 کابل (پژواک ١٨مرغومى٩٢) : د ولسي جرګې د مخابراتو، مواصلاتو او ښارواليو کمېسيون، کابل ښاروال د ځمکو په غصب او اداري فساد تورن کړ او جرګې پرېکړه وکړه ، چې  ښاروال استجواب ته وروغواړي.

د ولسي جرګې ياد شوي کمېسيون دوه اونۍ وړاندې شپږ کسيز پلاوي ته دنده ورکړه، تر څو په ناقانونه ډول د جوړو شويو لوړپوړيزه ودانيو ، سړکونو او ځينې نورو پروژو  د ټيټ کيفيت په اړه د  خلکو شکايتونه وڅېړي.

ياد شوي پلاوي نن خپل کاري راپور د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ .

د دې پلاوي غړي موسى خان نصرت وويل ،پلاوي غوښتل ، چې د څېړنو په موخه  له ښاروالۍ څخه د مرکزي سيلو مخې ته د جوړو شويو لوړپوړيزو ودانيو، په کلوله پشته کې د يوې لوړپوړيزې ودانۍ، د قصبې سړک، د رحمان مينې د کانال ، د د همزنګ د نو اباد او پل ارتل د پلونواو  ځينو نورو پروژو اسناد تر لاسه کړي.

 خو هغه وويل، چې ښاروالۍ يواځې د سيلو مخې ته د ځينو ودانيو اسناد د پلاوي په واک کې ورکړل .

د ده په وينا، څېړنو وښوده ، چې خلکو د سيلو مخې ته ځمکې د پخواني ښاروال په وخت کې پر دولت پلوري دي ،  خو اوسني ښاروال (محمديونس نوانديش )  په جعلي قبالو ځينو کسانو ته ورکړې دي .

دى وايي، چې د کابل ښار د تفصلي پلان له مخې، د سيلو مخې ته يوه  بله سيمه  د وړکتون  لپاره ځانګړې شوې، خو دغه ځمکه د کابل  ښاروال په لاسليک ځينو خلکو ته ورکړل شوې ، ترڅو لوړپوړيزي ودانۍ پرې جوړې کړي .

د نصرت په خبره ، کابل ښاروالۍ نه دي غوښتي ، چې په کابل کې د غيرقانوني لوړپوړيزو ودانيو د جوړدېدو مخه ونيسي .

هغه وايي : “له امنيتي چارواکو سره موخبرې وکړې ،چې ولې له ښاروالۍ سره د غيرقانوني لوړپوړيزو ودانيو د جوړېدو په مخنيوي کې مرسته نه کوي ؟ ويې ويل ، چې ښاروالۍ ورته مراجعه نه ده کړې .”

ده د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل، د پلاوي څېړنې ښيي، چې په کابل ښار کې په ځينو تړونونو کې هم  د ښاروالۍ له لوري  اداري فساد شوى دى . 

هغه زياته کړه : ” موږ هر خبره ، چې کوو په اړه يې اسناد لرو، ويډيو يې هم لرو او د خلکو سره مو خبرې کړې دي … کومې څېړنې ، چې موږ کړي ، په اړه يې بشپړ راپور لرو ، خو کابل ښاروال د نورو دوسيو د څېړلو لپاره موږ ته اجازه رانه کړه او دروازه يې پر موږ بنده کړه .”

د يادشوي پلاوي يو بل غړي صاحب خان هم وويل ، چې د کابل ښاروالۍ له لوري يو شمېر کسانو ته په جعلي قبالو ځمکې ورکړل شوې دي .

هغه پر نواندېش نيوکه کوي او وايي : ” په کابل ښاروالۍ کې يو فرعون نازل شوى ، هيڅوک حق نه لري ، چې د دې فرعون پر وړاندې حق خبره وکړي .”

د صاحب خان  له دې خبرې سره په ياده جرګه کې د تخار استازي قدرت الله ذکي او يو شمېر نورو  د مېزنو په ډبولو لاس پورې کړ .

قدرت الله ذکي کوم څه وويل چې خبريالانو يې غږ په مېډيا پول کې وانه ورېد، خو په ځواب کې يې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون مشر قيس حسن وويل : ” دا د بدمعاشۍ ځاى نه دى که بدمعاشي کوې بيرون ته راشه ، چې سره معلومه يې کړو .”

وروسته په ياده جرګه کې د کابل استازي عبدالقادر ځاځي هم وويل ، چې کابل ښاروال د ځمکو په غصب او اداري فساد کې لاس لري .

د هغه په وينا، کابل ښاروال بايد له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شي .

ده  زياته کړه : “که دغه کار ونه شي موږ د ښاورالۍ مخې ته خيمه وهو او په اعتصاب لاس پورې کوو.”

تر ډېرو ناندريو وروسته د ولسي جرګې دويم مرستيال محمدصالح سلجوقي ، چې نننۍ غونډه يې ترمشرۍ لاندې جوړه شوې وه ، وويل چې کابل ښاروال به راتلونکې اونۍ د جرګې عمومي غونډې ته  د استجواب لپاره وبلل شي .

د سلجوقي څرګندونې د جرګې د غړيو له لوري د شنو کارتونو په پورته کولو سره تاييد شوې .

د کابل ښاروالۍ وياند عبدالقادر ارزو پژواک اژانس سره په خبرو کې يادې شوې ټولې ادعا رد کړې او ويې ويل، چې د کابل ښاروال چمتو دى چې د ولسي جرګې د غړو ټولو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي.

ده زياته کړه، په ولسي جرګه کې دا غږونه په داسې مهال کې رامنځ ته کېږي، چې کابل ښاروالۍ پرون د هغو لوړپوړيزو ودانيو خاوندانو ته چې له خپلو پارکېنګونو ناوړه استفاده کوي، د قانوني چلند خبردارى ورکړ.