Language

وسلوالو د ګيزاب د پخواني امنيه قوماندان کور کلابند کړى  دى

ترينکوټ ( پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٣): د اروزګان د ګيزاب ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان لالى وايي، له پنځو ورځو راهيسې يې کور وسلوالو کلابند کړى او د کورنۍ څلور تنه يې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د ګيزاب پخوانى امنيه قوماندان لالي، نن پژواک خبري اژانس ته د ټېلېفون له لارې وويل، چې وسلوال طالبانو يې کور د ولسوالۍ مرکز ته نږدې په “ده غران ” کلي کې کلابند کړى، خو تر اوسه امنيتي ځواکونو ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

لالى وايي، چې تر اوسه ده او د هغه وروڼو او د تره زامنو له وسلوالو سره مقاومت کړى، خو که امنيتي ځواکونه مرستې ته ورنه نه شي نو وسلوال به دى او د ده د کورنۍ ټول غړي ووژني.

لالى له ١٣٨٧ کال څخه تر شاوخوا يو کال مخکې  پورې د ګيزاب د امنيه قوماندن  په توګه کار کاوه او بيا له دندې ګوښه شو.

له دندې د هغه تر ګوښه کېدو وروسته، هغه مهال د پوليسو او لالي تر منځ نښته رامنځته شوه، چې پوليسو غوښتل لالى بې وسلې کړي.

لالي وايي، چې ده وسلې ځکه دولت ته نه  سپارلي، چې له  همداسې يو بريد څخه چې اوس ورسره مخ دى، وېرېده.

د “ده غران ” کلي اوسېدونکي محمدنبي هم د ټېلېفون پر کرښه پژواک ته وويل، چې د لالي کور له پنځو ورځو راهيسې لسګونو وسلوالو کلابند کړى، خو دى نه پوهيږي چې دغه وسلوال څوک دي.

هغه وايي، چې په دې کلي کې شاوخوا ١٥٠ کورنۍ ژوند کوي، خو د نښتې له امله هېڅوک له خپلو کورونو بهر نه شي تلاى او د ځينو خلکو د غنمو درمندونه هم سوځېدلي دي.

د محمدنبي په وينا، امنيتي ځواکونو په دې اړه تر اوسه هېڅ اقدام نه دى کړى.

د ګيزاب ولسوال عبدالله وويل، نه غواړي چې په دې اړه له رسنيو سره خبرې وکړي ، خو ولايتي چارواکيو ته يې په اړه بشپړ راپور ورکړى دى.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد وويل چې په ياد کلي کې له نښتې خبر شوى ، خو فکر نه کوي چې دا نښته دې ډېره جدي وي.

هغه وويل، چې په کومه ناسته کى دى او په دې اړه دا مهال نور معلومات نه شي ورکولاى.

د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر  سمونوال محمداسلم کوچى ، هم وايي د لالي د کور له کلابندۍ خبر دى او په اړه يې د کورنيو چارو له وزارت څخه د هدايت غوښتنه هم شوې ده .

خو دى زياتوي، چې تر اوسه د کورنيو چارو وزارت په دې اړه دوى ته  کوم  هدايت نه دى ورکړى ، چې له مخې يې عمل وکړي.

په دې اړه د کورنيو چارو وزارت د نظر په اخستو بريالي نه شوو.

Related Topics