Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

٢٣ مخالف مسلح در حملات طياره هاى بى پيلوت کشته شد

قلعه نو- هرات ( پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٣): بادغېس  او هرات کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د دولت ٢٣ وسله وال مخالفين وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د بادغيس والي د دفتر مشر شرف الدين مجيدي،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه ١١ بجې د دې ولايت د مرکز اړوند په “سنګ يخک” سيمه کې شوى دى.

هغه وويل، چې په ټپيانو کې د طالبانو سيمه ييز قوماندان غوث الدين هم شامل دى.

د سيمې يو اوسېدونکي ملا عبدالقدوس هم تاييد کړه، چې په دې بريد کې١٢ وسله وال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي، خو وايي چې ملاغوث الدين نه دى ټپي شوى. 

دغه راز د هرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې د بهرنيو پوځيانو د بې پيلوټه الوتکې په  بريد کې ١١ تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او شپږ تنه نور ټپيان دي.

د دې ولايت والي سيدفضل الله وحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه بريد تېره شپه   ديادې ولسوالۍ د ″نايک ″په سيمه کې شوى دى.

 وسله والو طالبانو او امريکايي ځواکونو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر اوسه د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د هېواد په بېلابېلو سيموکې ډېر د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

PAJHWOK MOBILE APP

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر