کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۷): د کورنيو چارو وزارت وايي، تېره ورځ د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې ټول چارواکي له دندو لرې او څارنوالۍ ته معرفي شوي او د وزارت ځينې قرارداديان نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش نن کابل کې خبريالانو ته وويل چې د کابل ښار د امنيت د لا خونديتوب او د جنايي پېښو د کموالي په موخه د کابل ښار ټولې حوزې تر څېړنې لاندې دي.
هغه وويل چې دغه وزارت تېره ورځ د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې امر، د دغې حوزې د ټوليو قوماندانان او ټوله رهبري دندو ته د سمې پاملرنې نه لرلو له امله له دندو لرې او څارنوالۍ ته معرفي کړل.
ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د کورنيو چارو وزارت د غذايي توکو ځيني قرارداديان له دې امله چې بې کيفيته او تاريخ تېر شوي توکي يې امنيتي ځواکونو ته راوړل، نيول شوي او څېړنې ورڅخه روانې دي.
د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قومانداني وياند حشمت ستانکزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې آمر او نور اووه تنه چارواکي په دندو کې د غفلت، فساد او نورو ستونزو له امله له دندو لرې کړى شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
ده زياته کړه چې د کابل ښاروالۍ د درېيمې ناحيې د مشر او ځينو نورو کسانو چارې هم تر څارنې لاندې دي.
login or register a new account.