هرات (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۹): د بادغيس په مرکز قلعه نو ښار کې د دغه ولایت د سلګونه اوسېدونکو له خوا له لاريونونو هم مهاله په هرات ولایت کې د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو هم د هرات د والي د دفتر مخې ته د تحصن خېمه درولې او له حکومته یې غوښتي چې والي له یاد ولایته وټاکل شي.
د بادغیس دغه اوسېدونکي د خېمې درولو موخه له حوکومته د دغه ولایت د اوسېدونکو د حقونو تامین په اړه د عدالت غوښتنه بولي.
هغوی بادغیس ته د مرکزي حکومت پر نه پاملرنې د نیوکې ترڅنګ وایي چې حکومت په تېرو څو کلونو کې د دغه ولایت د متخصصیونو او ځوانو کدرونو په لوړو حکومتي بستونو ان د والي او د والي مرستیال په توګه هم نه دي ټاکلي.
په هرات کې د باغیس یوه اوسېدونکي عبدالرحمان احسان پژواک ته وویل، بادغيس ته باید داسې کس د والي په توګه وټاکل شي چې د دغه ولایت اصلي اوسېدونکی وي څو د خلکو ستونزې، په ځانګړې ډول د دغه لایت امنیتي وضعیت مدیریت کړای شي.
هغه زیاته کړه: «موږ په بادغيس کې متخصص کدرونه لرو، څومره ښه به وي چې په دغه ولایت کې داسې والي وټاکل شي چې له هماغې ټولنې وي او د هماغو سیمو له ستونزو خبر وي.»
د بادغیس یوه بل کس چې په هرات کې اوسېږي، وویل چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د دغه ولایت اوسېدونکي د مرکزي حکومت تابع وو، خو حکومت هېڅ پاملرنه نه ده ورته کړې.
نوموړي زیاته کړه: «خلکو د قوي مدني اعتراض په ډول د بادغيس ولایت دروازه وتړله او نن هم د بادغيس لوی شمېر خلک د لاریون په ډول میدان ته را ووتل او موخه یې دا ده چې حکومت یې غږ واوري او لبیک ورته ووایي.»
له همدې سره سم، نن د بادغيس سلګونه اوسېدونکو او په ولسي جرګه کې د هغوی استازو د دغه لایت د مقام مخې ته لاریون وکړ.
دغه لاریون کوونکي په دغه شعار ورکولو چې له حکومته خپل حق غواړي، د باغيس ولایت د مقام دروازه یې تړلې ده.
په دغو لاریونونو کې د ولسي جرګې غړي عبدالبصیر عثماني ګواښ وکړ و ویې ویل: «د بادغيس خلکو د یوه قانوني او مدني اعتراض په ترڅ کې له مرکزي حکومت سره خپلې غوښتنې مطرح کړې او په څنګ کې یې پنځه ماده ییز هوکړه لیک صادر کړ چې په هغه کې د خلکو غوښتنې او حکومت ته په کې ګواښ مطرح شوي چې که چېرې د خلکو غوښتنو ته رسېدنه ونه کړي او قناعت یې حاصل نه شي، خلک به دغه اعتراض ته دوام ورکوي او ټولې دولتي ادارې به بندوي او د هرات – بادغيس لاره به تړي.»
په همدې حال کې د بادغيس د والي ویاند نجم الدین برهاني پژواک ته وویل چې نن ورځ یې د خپلو غوښتنو پر ځای کولو لپاره د ولایت د مقام دروازه تړلې ده.
د برهاني به خبره، غوښتنې یې مرکزي حکومت ته رسولې دي او تر اوسه په دې اړه دوی ته کومه لارښوونه نه ده شوې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP