ابل ( پژواک د لړم لومړۍ نېټه ٩٠): د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف ) په افغانستان کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
سرچينې زياته کړه چې دغه سرتېري پرون او نن دافغانستان په سوېل کې د وسلوالو مخالفينو په مخامخ بريدونو کې وژل شوي دي.
خو د ايساف خبرپاڼې د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښو کره ځاى نه دى په ډاګه کړى، بايد وويل شي چې په سوېل کې د ايساف ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
د روان زېږديز کال له پيل راهېسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ٤٨٩ تنو ته ورسېده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن