ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايساف يو سرتېرى ووژل شو

author avatar
26 Oct 2011 - 20:16
author avatar
26 Oct 2011 - 20:16

کابل (پژواک ٤ لړم ٩٠): د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونه وايي چې د هغوى يو سرتېرى د افغانستان په ختيځ کې وژل شوى دى.

 هغه خبرپاڼه، چې نن په کابل کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي  چې د هغوى يو سرتيرى نن (د لړم ٤مه) د افغانستان په ختيځ کې وژل شوى دى.

 سرچينې زياته کړې ده، چې دا سرتېرى د وسله والو مخالفينو په بريد کې وژل شوى دى؛ خو خبرپاڼې د پېښې کره ځاى او د وژل شوي سرتېري د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړي.

 د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په ختيځ کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.

 دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې مخکې هم، د لوګر ولايت په پل علم ښار کې د ايساف ځواکونو د يوه پوځي موټر د اوښتو له کبله د هغوى درې سرتېري ټپيان شوي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.