Pajhwok Afghan News

په خيبر پښتونخوا کې ٢٤ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

اسلام اباد ( پژواک ٥ لړم ٩٠ ) : د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي پېښو له امله ٢٤ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور ښار کې نن د لړم په پنځمه سهار مهال د يوه بانک مخې ته چاودنه وشوه.

د مرزا ګل په نامه يوه ځايي سوداګر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چاودنه د پېښور ښار د ميلاد په څلور لاي کې وشوه.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې يو شمېر کسان ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي ، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه .

د نوموړي په وينا، د چاودنې له امله څلور دوکانونه او څلور موټر هم زيانمن شوي دي.

د پوليسو يوه افسر حنيف خټک پژواک ته وويل چې په چاودنه کې ١٤ کسان ټپيان شوي ، چې د پېښور ښار لوى ملکي روغتون ته وړل شوي دي.

ددې روغتون يوتن کارکوونکي ډاکټر مشتاق پژواک ته وويل چې ددوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د يوه بل خبر له مخې، د افغانستان پولې ته څېرمه په خيبر ايجنسۍ کې د وسلوالو مخالفينو پرضد نن په پنځمه ورځ هم عمليات روان دي.

په خيبر ايجنسۍ کې يوه دولتي چارواکي ، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې نن په دې عملياتو کې دوه وسلوال وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د هغه په وينا، په سيمه کې به تر هغه عمليات ادامه ولري، چې سيمه له وسلوالو مخالفينو پاکه شوې نه وي.

په دې سيمه کې د روانو عملياتو له امله سلګونه کورنۍ بې کوره شوې دي.

دغه راز نن سهار د خيبر ايجنسۍ په لنډي کوتل سيمه کې د حکومتي ملېشو پر يوه موټر چاودنه شوې ده.

يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

Views: 16

Exit mobile version