ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو يوه سرتېري لسو اسټراليايي سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
29 Oct 2011 - 18:23
author avatar
29 Oct 2011 - 18:23

کندهارښار ( پژواک ٧ لړم ٩٠ ) : د ملي اردو يوه سرتېري په اروزګان ولايت کې د روزنې پر مهال پر افغان او بهرنيو ځواکونو ډزې وکړې او لسو اسټراليايي سرتېرو ته يې  مرګ ژوبله اړولې ده.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان بريد جنرال عبدالحميد حميد د لړم په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ملي اردو يوه سرتېري د روزنې پر مهال پر افغان او بهرنيو ځواکونو ډزې کړې دي، چې له امله يې د ايساف دوه سرتېري او د دوى يو ژباړن وژل شوي دي.

د جنرال حميد په وينا، په دې ډزو کې د ملي اردو يو افسر او شپږ د ايساف سرتېري ټپيان شوي دي.

بلخوا په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې دافغانستان په سوېل کې يې دوه سرتېري ديوتن له خوا چې د ملي اردو يونيفورم يې اغوستى و، وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې ددوى د سرتېرو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکى هم وژل شوى دى.

ايساف ويلي چې وروسته يې يو ټپي سرتېري په روغتون کې ساه ورکړه.

که څه هم ايساف په خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو په سيمه کې امنيتي سرچينې وايي چې وژل شوي سرتېري اسټراليايان دي.

اسټراليا په افغانستان کې د ايساف په مشرۍ ١٥٠٠ سرتېري لري ، چې په اروزګان  کې مېشت او تر اوسه يې ٣٢ سرتېري وژل شوي دي.

ددې سرتېرو له وژل کېدو سره په روان زېږديزکال کې د ناټو د وژل شويو سرتېرو شمېره  ٥١٥  تنو ته ورسېده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.