جلال اباد (پژواک ١١ لړم ٩٠): د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په وياړ د سرې مياشتې رضا کار ځوانان په جلال اباد ښار کې د چهار شنبې په ورځ د تفريحي ځايونو او واټونو د پاکولو په حشر راووتل.
د سرې مياشتې خيريه ټولنې رييس ننګيالي يوسفزي د دغه کمپاين د پيلولو پر مهال د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ښار تفريحي ځايونه، واټونه او عمومي سړکونه د ښاريانو د نه پاملرنې له امله ککړ شوي دي.
هغه زياته کړه: ((عيدګاه جومات، چې د اخترونو لمونځونه په کې ادا کېږي، همدا اوس يې چمن د ګنيو له پوټکو ډک دى، دغه راز ټول تفريحي ځايونه پاکولو ته اړتيا لري.))
د نوموړي په وينا، په دغه حشر کې د سرې مياشتې تر سلو زيات رضاکاران ونډه لري.
يوسفزي دا هم وويل، چې له يوې خوا د ښار مهم ځايونه پاک شي او بل به د جلال اباد ښار د اوسېدونکو پام پاکوالي ته ور واړوو.
د اجمل په نوم يوه رضا کار دغه يو مسووليت ګڼي، څو خپل ښار پاک وساتي.
هغه پژواک ته وويل: ((که د بل ځای کوم څوک راشي او زموږ په ښار کې واټونه، تفريحي ځايونه او عمومي سړکونه چټل وي، نو د دغه ښار اوسېدونکي به ورته د پاکۍ په برخه کې بې پروا ښکاره شي.))
اجمل زياته کړه: ((څرنګه چې خپل کورونه پاک او ښکلي ساتو، بايد وګڼو چې ښار هم زموږ کور دی او په دې به ښه ښکاره شو، چې په پاک ساتلو کې ځانونه مسوول وګڼو.))
د جلال اباد د ښاروالۍ مرستيال انجنير حيکم الدين پژواک ته وويل، چې د ښاروالۍ لسګونه کارکوونکي يې له يوې اونۍ راهيسې د ښار د کاناليزاسيون په پاکونې بوخت دي.
نوموړي په ښاريانو غږ وکړ، چې د هغو له مرستې پرته به دولتي ادارې په دې ونه توانيږي، چې د ښار چاپېريال پاک وساتي.
د يادونې ده، چې په جلال اباد کې د خلکو ګڼې ګوڼې، دود لرونکې لوړ غږو رېکشو او تفريحي ځايونو ته د خلکو نه پاملرنې د جلال اباد د ښار پخوانۍ بڼه ډېره بې خونده او هوا يې ککړه کړې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن