ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځمکې په سر شخړه کې ٩ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د ځمکې په سر شخړه کې ٩ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
12 Nov 2011 - 15:20
د ځمکې په سر شخړه کې ٩ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
12 Nov 2011 - 15:20

کندهار(پژواک ٢١ لړم ٩٠ ) : د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځمکې په سر د دوو کورنيو تر منځ په شخړه کې دوه تنه ووژل شول او ٧ تنه نور ټپيان شول.

پېښه د يادې شوې ولسوالۍ په ناګهان سيمه کې پر دولتي ځمکه رامنځته شوې، چې دواړو اړخونو يې د ملکيت دعوه لرله.

د ناګهان سيمې يوه اوسېدونکي حاجي عصمت الله د لړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يوې کورنۍ غړو غوښتل پر دولتي ځمکه د اوبو راوېستلو لپاره برمه ووهي، چې بلې کورنۍ يې مخنيوى وکړ او لفظي شخړه رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، وروسته د دواړو لوريو تر منځ وسلواله نښته وشوه، چې پکې ٩ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ارغنداب ولسوال  حاجي شاه محمد احمدي هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړى د دواړو کورنيو تر منځ د ځمکې پر سر لفظي شخړه شوې او وروسته په وسلواله نښته  واوښته، چې د دواړو کورنيو دوه تنه پکې وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، په کومه ځمکه چې شخړه رامنځته شوې د دولت ملکيت دى، چې له امله يې دواړه لوري مجرم پېژندل شوي دي.

دى وايي، د ارغنداب ولسوالۍ سيمه ييزې ادارې په دې اړه اقدام کړى، پوليس يې سيمې ته د موضوع د څېړنې لپاره لېږلي او چې کله د ټپيانو روغتيايي حالت ښه شي، قانوني عمل به ورسره وشي.

په ارغنداب ولسوالۍ کې له تېرې څه مودې راهيسې دا لومړى ځل دى، چې د دولتي ځمکې د ملکيت په سر د دوو کورنيو تر منځ شخړه رامنځته کېږي.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.