ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترافيکي پېښو کې څلور تنه ووژل شول

په ترافيکي پېښو کې څلور تنه ووژل شول

author avatar
12 Nov 2011 - 11:46
په ترافيکي پېښو کې څلور تنه ووژل شول
author avatar
12 Nov 2011 - 11:46

پل علم (پژواک ٢١ لړم ٩٠): په لوګر ولايت کې د دوو ترافيکي پېښو له امله څلور تنه مړه او درې نور ټپيان شول.

لومړۍ پېښه نن (د لړم ٢١مه) سهار شاوخوا اوه بجې او دېرش دقيقې د کابل–ګردېز پر لويه لار رامنځته شوه، چې له امله يې څلور تنه مړه او دوه ټپيان شول.

د کابل د چهار اسياب ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمدیعقوب زلمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يو هېنو ډوله موټر، چې له کابل څخه ګردېز ته په لاره و، له يوه سراچه موټر سره، چې له لوګر څخه کابل ته روان و، د دې ولسوالۍ د سقاوې دښتې په سيمه کې ټکر وکړ.

هغه زياته کړه، چې د دې پېښې په پايله کې د سراچې موټر څلور سپرلي مړه شوي او دوه نور ټپي شوي دي.

نوموړي د پېښې لامل د هېنو موټر ګړندى تګ او بې احتياطي وښوده او زياته يې کړه، چې چلوونکى يې هم په تېښته بريالى شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سراچې موټر ټول سپرلي د هغه له چلوونکي پرته د لوګر ولايت اوسېدونکي او د يوې کورنۍ غړي وو.

د پېښې يوه عيني شاهد محمدرفيع پژواک ته وويل: “هېنو موټر، چې ډېر ګړندى تګ يې کاوه، پر سراچه موټر ورختلى و.”

هغه زياته کړه، چې دوه مړي او دوه ټپيان يې د سراچې موټر له شا سيټ څخه را ايستلي، خو د موټر د زيات خرابوالي له امله په مخکې سيټونو کې د بند شويو دوو کسانو پر را ايستو نه دي بريالي شوي.

د يوه بل خبرله مخې، د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د دوو هېنو ډوله موټرو د ټکر له امله يو تن ټپي شو.

د لوګر ولايت د ترافيکي پېښو مدير دويم څارمن سردارمحمد پژواک ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې پېښه شوه.

هغه وويل، چې په دې پېښه کې ټپي شوى کس د يوه هېنو موټر اړوند و.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت هم يو ټېلر موټر د لوګر په مرکز پل علم ښار کې هغه وخت له خپلې اصلي کرښې ووت او اته واړه موټر زيانمن کړل، چې د وسله والو له خوا پرې د لاسي بم بريد وشو او چلوونکى يې ټپي شو.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.