ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوليسو دوه چارواکي په غلا کې د لاس لرلو په تور ونيول شول

د پوليسو دوه چارواکي په غلا کې د لاس لرلو په تور ونيول شول

author avatar
13 Nov 2011 - 16:49
د پوليسو دوه چارواکي په غلا کې د لاس لرلو په تور ونيول شول
author avatar
13 Nov 2011 - 16:49

پلخمري (پژواک ٢٢ لړم ٩٠): د پلخمري ښار د لومړۍ امنيتي حوزې مرستيال او د دې حوزې د ټولي قوماندان د ياد ښار له صرافانو د پيسو په غلا کولو کې د لاس درلودو په تور ونيول شول.

 تېره اونۍ غلو د پلخمري ښار د دوو صرافانو پيسې او دارايي، لومړۍ امنيتي حوزې ته څېرمه غلا شوه او دوه ورځې وروسته د بغلان امنيتي مسوولينو، د حوزې د امر مرستيال او د ټولي قوماندان د دې غلا په تور ونيول.

 د بغلان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد زمان الدين حسيني نن (د لړم ٢٢مه) پژواک اژانس ته وويل، چې د لومړۍ امنيتي حوزې د امر مرستيال جګړن ذبيح او د دې حوزې د ټولي قوماندان لومړى بريدمن سليمان د صرافانو د پيسو په غلا کولو کې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.

 د هغه په وينا، د دغو کسانو دوسيه د دوى له څېړنو وروسته نظامي څارنوالۍ ته لېږدول شوې، څو په دې اړه نورې څېړنې هم ترسره شي.

  د حسيني د معلوماتو له مخې، د تېرې اونۍ په غلا کې وسلوالو کسانو له دوو صرافانو شاوخوا ٥٠زره ډالر يوړل.

 د بغلان ولايت د نظامي څارنوالۍ يوې سرچېنې چې د نوم له اخيستلو څخه يې ډډه کوله پژواک ته وويل،چې تراوسه د هغوى څېړنې نه دي بشپړې شوې .

 هغه څرګنده کړه،چې د څېړنو په بشپړيدو سره به ددې قضيې نور جزئيات رسنيو ته وړاندې کړي.

 د پلخمري ښار صرافان هم د هغوى د امنيت د نه ټينګښت په اړه ادعا کوي،چې په غلاوو او ناامنيو کې پوليس لاس لري.

 د پلخمري ښار د صرافانو استازي افتاب الدين پژواک ته وويل: ((تېره اونۍ غلو د پوليسو پوستې ته څېرمه د دوو صرافانو پيسې يوړې.))

 د هغه په وينا، دا غلا د پلخمري ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په شل مترۍ کې ترسره شوې، خو پوليس صحنې ته رانغلل.

 سرچينې په دا شان قضيو کې پوليس دخيل ګڼلي او له مسوولينو څخه يې وغوښتل،چې په دې اړه ګامونه پورته کړي.

 احمدشاه چې تېره اونۍ يې ٣٥زره ډالر د غلو له لوري تښتول شوي و،پژواک ته وويل: ((له غلا څخه يوه اونۍ تېره شوې ده که پوليسو په دې غلا کې لاس نه درلودلى، نو ولې تراوسه غله نه دي نيول شوي.))

 سرچينې زياته کړه،چې پوليس په سيمه کې موجود و، خو د غلا په وخت کې يې هيڅ ګام پورته نکړ او نه يې څوک ونيول.

هغه څرګنده کړه،چې ټوله سرمايه يې غلا شوې او نور نشي کولاى خپل کار ته دوام ورکړي.

 د پلخمري د ښار يوه بل صراف حاجي ميرزا پژواک سره په خبرو اترو له چارواکيو څخه وغوښتل،څو د هغوى د امنيت په ټنيګښت کې جدى ګامونه پورته کړي.

 هغه همدارنګه څرګنده کړه،چې مسوولين بايد ژرترژره د صرافانو پيسې ورته وسپاري.

  د يادونې ده،چې په روان کال کې د پلخمري ښار په صرافانو درې وسلوال بريدونه ترسره شوي دي،چې په ترڅ کې يې يو صراف وژل شوى، يوتن ټپي او څه باندې ١٠٠زره ډالر يې غلا شوي دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.