کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٠): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، دوديزې لويې جرګې به هغه مهال ښه پايله درلوده، چې له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون د موادو په اړه مخکې معلومات ورکړل شوي واى.
ټاکل شوې، چې د روانې مياشتې په ٢٥مه، په کابل کې په جوړېدونکې څلور ورځنۍ دوديزه لويه جرګه کې له امريکا سره د افغانستان پر ستراتيژيکو اړيکو او دغه راز په هېواد کې د سولې پر ميکانيزم خبرې وشي.
د دوديزې جرګې د چمتووالي کمېسيون وايي، چې د ملي شورا او مدني ټولنې غړي او د هر ولايت د ولايتي شورا ٣٠ سلنه غړي، ديني علماء، مخور شخصيتونه او د افغان کډوالو د استازو په ګډون به په دې جرګه کې٢٠٣٠ تنه ونډه واخلي، چې ١٨ سلنه به يې ښځې وي.
ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې په دې جرګه کې به د افغانستان خلک خپلې اندېښنې، سپارښتنې او غوښتنې څرګندې کړي، خو له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو سند به د تصويب لپاره ملي شورا ته واستول شي.
په مشرانو جرګه د بدخشان استازې ګلالۍ اکبري د لړم په ٢٢مه، د جرګې په عمومي غونډه کې وويل، مخکې له دې چې دوديزه جرګه جوړه شي، بايد له امريکا سره د ستراتيژيک تړون مواد د ملي شورا له غړو او خلکو سره شريک شوي واى.
د هغې په وينا، د ملي شورا غړي د دغه تړون په اړه هېڅ معلومات نه لري او په ياده دوديزه جرګه کې به د هغو مشورې هم نيمګړې وي، ځکه چې دوى د موضوع په اړه د خپلو موکلينو نظرونه نه دي اورېدلي.
هغې زياته کړه: (( موږ هېڅ معلومات نه لرو، زموږ مشورې به هم ښې پايلې ونه لري.))
اکبري وايي، حکومت بايد د يادې جرګې د مالي لګښت په اړه مشرانو جرګې ته مفصل معلومات ورکړي.
په دې جرګه کې د کابل استازي خالقداد بلاغي د اکبري د خبرو ملاتړ وکړ او زياته يې کړه، چې دوديزې لويې جرګې ته ډېر فرمايشي کسان غوښتل شوي دي.
دى وايي، چې د مشرانو جرګې غړي به په دوديزه جرګه کې ونډه واخلي، خو موثريت به يې ډېر نه وي، ځکه چې د موضوع په اړه مخکني معلومات نه لري.
په مشرانو جرګه کې د کونړ استازى رفيع الله حيدري جرګه د افغانستان د ستونزو د حل لار بولي، خو دى هم وايي، ښه به دا واى، چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د موادو په اړه مخکې معلومات ورکړل شوي واى.
د سياسي چارو ځيني پوهانو هم پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې د دوديزې لويې جرګې مشورې به ځکه پر واقعيتونو نه وې ولاړې، چې حکومت د جرګې د اجنډا په اړه خلکو او ګډونوالو ته معلومات نه دي ورکړي.
حيدري په نننۍ غونډه کې د ملي شورا له ټولو غړو غوښتنه وکړه، چې په دوديزه لويه جرګه کې ګډون وکړي، څو خپل تاريخي مسووليت ادا کړي.
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، وويل، چې پرون يې د دويزې جرګې په اړه له ولسمشر سره خبرې کړې دي.
د ده په وينا، ولسمشر ورته ويلي، چې دوديزه لويه جرګه مشورتي جرګه ده او مشورې به يې د پرېکړې لپاره ملي شورا ته واستول شي.
هغه زياته کړه، ولسمشر کولاى شي، چې د هېواد د ملي ګټو لپاره په هر وخت کې له خلکو سره مشورې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې ٧٧ تنو تر اوسه په دوديزه جرګه کې د ګډون فورمي نه دي ډکې کړې او ويلي يې دي، چې دغه جرګه د اساسي قانون له لويې جرګې سره توپير لري.
د اساسي قانون په ١١٧مه ماده کې، لويه جرګه د افغانستان د خلكو د ارادې تر ټولو ستر مظهر بلل شوې او په کې راغلي، چې دغه جرګه د ملي شورا له غړو او د ولايتونو او ولسواليو د جرګو له رييسانو جوړيږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې تر اوسه د ولسواليو شوراګانې نه دې جوړې شوې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن