کابل (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠) د څار او ارزونې ګډه کمېټه وړانديز کوي، چې د اداري فساد د مخنيوي لپاره دې اړينې ستراتيژۍ جوړې او د کابل بانک او سردار محمدداوودخان روغتون په قضيو کې ښکېل خلک دې علني محاکمه شي.
ياده شوې کمېټه (MEC) درې افغان او درې بهرني غړي لري او په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې بهير څاري.
د يادې شوې کمېټې مشر دراګوکاس نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دې کمېټې په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ستراتېژۍ پر پلې کېدو د څار عالي ادارې ته وړانديز کړى، چې په تېرو کلونو کې د اداري فساد پر وړاندې جوړې شوې بېلابېلې ستراتيژۍ راټولې او د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره يوه واحده ستراتيژي جوړه کړي.
دغه راز دى وايي چې، دې کمېټې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) ته وړانديز کړى، چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د ټولو برخو لپاره د اداري فساد د مخنيوي په موخه ستراتيژي جوړه کړي، تر څو په دې برخه کې هم د اداري فساد ستونزې ته لاسرسى وشي.
هغه وويل، چې د ګمرکونو د کړنو د سمون لپاره د ګمرکونو د قانون د تعديل، په سرحدونو کې د توکيو د کيفيت د کنټرول په موخه د څو ادارو د ګډ ځواک رامنځ ته کول، د ځمکو د غصب د مخنيوي په اړه د اړونده ادارو راپور اخيستل او د عامه تدارکاتو په برخه کې اړونده کارکوونکو ته زده کړې ورکول هم د دې کمېټې په وړانديزونو کې شامل دي.
د يادې کمېټې غړي نوحو ريبادو وويل، چې دوى پر هر چا د قانون د پلې کېدو په موخه غوښتنه کوي، چې د کابل بانک په قضيه کې ښکېل خلک دې په علني ډول محاکمه شي، تر څو خلک پر قانون باور پيدا کړي.
کابل بانک تېر کال د ناسمو پورونو د ورکړې له امله له بحران سره مخ شو او تر اوسه يې پوروړيو پورونه نه دي ورکړي. دغه بانک اوس په دوو برخو وېشل شوى، چې يوه برخه يې د ماليې وزارت اړوند ده او بله يې تر څېړنې لاندې ده .
دغه راز په نننۍ خبري غونډه کې د همدې کمېټې غړي محمد ياسين عثماني وويل، چې نړيوالې ټولنې په کابل کې د سردار محمد داوود خان روغتون سره شاوخوا ٤٠ ميليون ډالره مرسته وکړه؛ خو په لګولو کې يې درغلي شوې ده .
ده په دې اړه نور جزييات ورنه کړل .
هغه وويل، چې د سردار محمد داوود خان روغتون د قضيې په اړه يې له نړيوالې ټولنې او افغان حکومت څخه د سپيناوي غوښتنه کړې؛ خو دواړو خواوو ورڅخه وخت غوښتى دى.
د يادې کمېټې غړي وايي، چې د کابل بانک او ياد روغتون په اړه شوې څېړنې دوى ته د منلو وړ نه دي او په دې برخه کې يې خپلې هڅې روانې کړې دي.
د يادې کمېټې غړي نوحو ريبادو زياته کړه: ((موږ به دا قضيې ضرور تعقيبوو او زموږ غوښتنه دا ده، چې د دواړو قضيو عاملين په علني ډول محاکمه شي.))
د دوى په اند ، د دې کمېټې د وړانديزونو په پلي کېدو سره به د اداري فساد په کچه کې ټيټوالى راشي او ژمن دي، چې په دې اړه خپلو تعقيبي هڅو ته دوام ورکړي .
د يادونې وړ ده، چې د څار او ارزونې کمېټه په هرو درېيو مياشتو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د بهير څار او ارزونه کوي او دا يې درېيم ځل دى، چې بهرني غړي يې افغانستان ته راځي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن