ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٤ ماشومان د تښتوونکو له منګولو خوشې شول

28 Nov 2011 - 17:33
28 Nov 2011 - 17:33

چاريکار (پژواک ٧ ليندۍ ٩٠): د پروان ولايت چارواکي د تښتوونکو له منګولو څخه د هغو ١٤ ماشومانو د راخوشې کولو خبر ورکړ، کوم چې د ورانکارۍ د کړنو د روزلو لپاره پاکستان ته وړل کېدل.

 د پروان د والي وياندې روشنا خالد دغه مطلب نن (د ليندۍ ٧ مه) په يوې خبري ناسته کې څرګند کړ او زياته يې کړه، چې د دغو ماشومانو عمرونه له ٨ څخه تر ١٢ کلونو پورې دي.

 نوموړې د دغو ماشومانو د راخوشې کېدو کره نېټه په ډاګه نه کړه، خو ويې ويل، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې هغه مهال چې له کندوز ولايت څخه پاکستان ته لېږدول کيدل، د کابل- مزارشريف د لويې لارې په اوږدو کې د ملي امنيت د موظفينو او پوليسو له خوا د تښتوونکو له منګولو څخه راخوشې شول.

 مېرمن خالد وويل، چې د پېښې په تړاو دوه تنه نيول شوي، چې اوس مهال تر پلټنو لاندې دي.

 سرچينې زياته کړه، چې په تېرو دوو اونيو کې په ياد شوي ولايت کې پنځه تنه نور د ورانکارۍ د کړنو د ترسره کولو او د وسلو د قاچاق په تور نيول شوي دي.

 د نوموړې په وينا، د نيول شويو کسانو له ډلې څخه درې تنه په کابل او پروان کې د ترهګريزو بريدونو د پلانولو په تور نيول شوي، چې اوس مهال به بند کې دي.

 نوموړې همدارنګه وويل، چې يو بل کس د وسلو او مهماتو د قاچاق په تور او همداراز يو بل تن د کابل-پروان په لويه لاره کې د موټرو د غلا په تور نيول شوي دي.

 دې د نيول شويو کسانو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

 د پروان د والي وياندې په نننۍ خبري ناسته کې د لسو تومانچو، يوې پيکا، يوې کلاشينکوف او ١٥ کيلو ګرامه چاودېدونکو توکو له کشف څخه هم خبر ورکړل، کوم چې کابل ته لېږدول کېدل.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version