ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې شنونکي د امنيتي مسووليتونو د لېږد لړۍ نمايشي حرکت بولي

ځينې شنونکي د امنيتي مسووليتونو د لېږد لړۍ نمايشي حرکت بولي

author avatar
28 Nov 2011 - 17:21
ځينې شنونکي د امنيتي مسووليتونو د لېږد لړۍ نمايشي حرکت بولي
author avatar
28 Nov 2011 - 17:21

کابل (پژواک ٧ ليندۍ٩٠): د چارو ځينې پوهان له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد لړۍ بريالۍ بولي؛ خو يو شمېر نور نيوکې پرې کوي او يو نمايشي حرکت يې بولي.

 د امنيتي مسووليتونو د لېږد لومړۍ پړاو د روان کال د چنګاښ په ٢٦مه، له باميانو څخه پيل او وروسته دغه بهير د پنجشېر او له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل په ولايتونو او همدارنګه د مهترلام، لښکرګاه، هرات او مزارشريف په ښارونو کې ترسره شو.

 تېره ورځ (د ليندۍ ٦مه) د افغانستان حکومت د هغو سيمو نومونه په ډاګه کړل، چې په پام کې ده د لېږد دويم پړاو په کې پلى شي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، بلخ، ډايکندي، تخار، سمنګان، کابل او نيمروز ولايتونه  او د جلال اباد، چغچران، شبرغان، فيض اباد، غزني، ميدان ښار او قلعه نو ښارونه د امنيتي مسووليتونو د لېږد په دويم پړاو کې شامل دي.

 دغه راز د بدخشان ولايت د شهر بزرګ، يفتل سفلي، ارغنج، بهارک، تشکان، کشم او اورګو ولسوالۍ، د بادغيس ولايت د اب کمري ولسوالۍ، د هلمند ولايت د ناوې، نادعلي او مارجې ولسوالۍ، له شينډنډ، اوبې او چشت شريف پرته د هرات ولايت ټولې ولسوالۍ، د لغمان ولايت د قرغه يي ولسوالۍ، د ننګرهار ولايت د بهسودو، کوز کونړ، کامه او سره رود ولسوالۍ، له شينواري او سياه ګرد پرته د پروان ولايت ټولې ولسوالۍ، له صياد پرته د سرپل ټولې ولسوالۍ او د ميدان وردګو ولايت د حصه اول بهسود، جلرېز او د بهسود مرکز به د لېږد په دويم پړاو کې شامل واوسي.

 د پوځي چارو پوه جنرال عبدالواحد طاقت د لېږد ياده شوې پروسه يوه نمايشي پروسه بولي او وايي، چې دا پروسه بايد له ناامنو سيمو پيل شوې واى.

 د ده په وينا، په هغو سيمو کې، چې امنيت يې افغان ځواکونو ته سپارل شوى او يا هم په دويم پړاو کې سپارل کېږي، بهرنيو ځواکونو شتون نه درلود او يا يې هم شتون ته اړتيا نه وه.

 د هغه په اند، د مسووليتونو د لېږد دغه پروسه به د افغانستان هغه سيمې هم ناامنه کړي، چې اوس مهال په کې نسبي امنيت شتون لري.

 د سرچينې د څرګندونو له مخې، دغه پروسه به د دولت وسله وال مخالفين وهڅوي، ترڅو يادو شويو  سيمو ته خپل پام واړوي.

 د هغه په وينا، د افغانستان حکومت د امنيتي چارو د لېږد لپاره ځانګړې ستراتيژي او پروګرام نه لري، ترڅو يې له مخې د لېږد لړۍ ته هسې چې لازمه ده، چمتووالى ونيسي.

 د ده په وينا، په کار وه چې د دې پروسې په ښه توګه د پلي کېدو او د سيمو د حالاتو د ارزولو لپاره  د دولت د پوځي کارپوهانو يوه کمېټه جوړه شوې واى.

 دى وايي چې د يوې ستراتيژۍ له مخې بايد افغان ځواکونه په سمه توګه روزل شوي او په سپکو او درنو وسلو او هوايي ځواک سمبال شوي واى.

 دغه راز طاقت وايي، چې د لېږد د لړۍ د ترسره کېدو لپاره بايد د افغانستان سرحدي ځواکونه داسې په وسلو او پرمختللې تکنالوجۍ سمبال شوي واى، چې په لومړي سر کې په خپلواکه توګه د افغانستان د پولو د ساتنې جوګه واى.

 د نظامي چارو پوه او د کورنيو چارو وزارت پخوانى معين جنرال عبدالهادي خالد هم، د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه نمايشي بولي او په دې باور دى، چې دا کار د واقعيتونو په نظر کې نيولو سره نه ترسره کېږي.

 هغه وايي چې دولت بايد د يوه منظم پلان له مخې، افغانستان په بېلابېلو زونونو وېشلاى واى او د لېږد د پروسې د پلې کولو لپاره پر ټولو پلانونو لږ تر لږه يو کال کار شوى واى.

 خالد زياته کړه: (( جنوبي سيمې يې د قندهار او پکتيا د زونونو په توګه په نظر کې نيولې واى، چې تر تهديد لاندې دي؛ يو يا دوه کاله پرې کار شوى واى، وروسته سروې شوې واى چې ايا ټول پروګرامونه په کې پلي شوي دي که نه؛ بيا رغونه، خلکو ته د کار زمينې او نور پروګرامونه که تکميل واى، نو بيا دې د لېږد پروسه پلې شوې واى.))

 د ده په اند، که مخکې د دې پروسې پروګرام جوړ شوى واى، اړتياوې او مسوولين يې ټاکل شوي واى، کومې سيمې چې ناامنه دي، د مسووليتونو د لېږد د چمتووالي په پلان کې شاملې شوې واى، نو بيا به د مسووليتونو لېږد په طبيعي ډول ترسره شوى و.

 خو د افغانستان پخوانى د دفاع وزير شهنواز تڼى بيا وايي، چې افغان ځواکونه اوس کولاى شي د امنيت چارې په خپله غاړه واخلي.

 د هغه په وينا، د افغانستان اوسنيو سياسي حالاتو ته په کتو سره، بايد له دې وروسته په خپله افغان ځواکونه د امنيت چارې پر غاړه واخلي او افغانستان له دې پيغوره خلاص شي، چې په پرديو ځواکونو متکي دى.

 تڼي زياته کړه: ((زه له دې سره موافق يم، چې بايد د امنيتي چارو د لېږد پروسه له ناامنه سيمو پيل شوې واى او افغان ځواکونو د امنيت ساتلو لپاره تمرين کړى واى؛ خو روانه پروسه هم په بريالي ډول روانه ده.))

 د هغه په اند، افغان ځواکونو د مسووليتونو د لېږد په لومړۍ دوره کې وښوده، چې پرته له بهرنيو ځواکونو د امنيت چارې په ښه ډول پر مخ بوځي.

 تڼى وايي، چې که څه هم د کيفيت او کميت له پلوه افغان ځواکونه په لازم ډول تر خپلې کچې نه دي رسېدلي؛ خو له ٢٠١٤ کال څخه وروسته هم نړيوال او په ځانګړي ډول امريکا د افغان ځواکونو له ملاتړ څخه لاس نه اخلي.

 د ده په وينا، په امنيتي ځواکونو کې نيمګړتياوې شته؛ خو په تدريجي ډول به يې ټولې ستونزې حل شي.

 که څه هم افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې نيوکه کېږي، چې ګواکې د يوې ټاکلې ستراتېژۍ له مخې نه پلې کيږي؛ خو د دغې پروسې د کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي نن (د ليندۍ ٧مه) په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د انتقال پروسه يوه تدريجي، همغږې شوې او منظمه پروسه ده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.