ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې وسله وال مخالفين او يو د ملي اردو سرتېرى ووژل شول

درې وسله وال مخالفين او يو د ملي اردو سرتېرى ووژل شول

author avatar
29 Nov 2011 - 18:16
درې وسله وال مخالفين او يو د ملي اردو سرتېرى ووژل شول
author avatar
29 Nov 2011 - 18:16

کابل، کندوز (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د دولت درې وسله وال مخالفين او د ملي اردو يو سرتېرى د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې په مختلفو ولايتونو کې وژل شوي او پنځه نور سرتېري ټپي شوي دي.

هغه خبرپاڼه، چې نن د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي چې ياد شوي درې مخالفين په تېرو ٢٤ساعتونو کې د ملي اردو ګډو او چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې ده، چې دا عمليات په کندهار، لغمان، ميدان وردګو، غزني، هلمند او خوست ولايتونو کې ترسره شوي دي، ١٣ وسله وال مخالفين نيول شوي، شپږ کلاشينکوفونه، اته شاژوره،يو لاسي بم او دوه موټرسايکلونه ترلاسه او ١٠ ماينونه کشف او شنډ شوي دي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د امنيتي دندو په ترڅ کې د ملي اردو يو منسوب، چې غوښتل يې له رخصتي څخه وروسته دندې ته حاضر شي، د لارې په اوږدو کې د مخالفينو له لوري وژل شوى او دوه نور سرتېري په کندهار او هلمند ولايتونو کې ټپيان شوي دي.

د يوې بلې پېښې په ترڅ کې، چې نن د کندوز په ښار کې رامنځ ته شوه، د ملي اردو درې سرتېري په کې ټپيان شول.

په شمال ختيځ زون کې د شاهين ٢٠٩ قول اردو د ٣مې لوا قوماندان ډګروال محمد زمان وزيري پژواک اژانس ته وويل، چې ياد شوي درې سرتېري د ريموټ کنټرول ماين په چاودنه کې، نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه ژوبل شول.

نوموړي زياته کړه، چې ماين د کندوز د خاک کني په سيمه کې چاودلى او د ملي اردو موټر په کې ويجاړ شوى دى.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې چاودنه کې درې سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپي دي.

د سيمې اوسېدونکي اسدالله وويل: ((ډوډۍ مو خوړلې وه، چې ناڅاپه د يوې قوي چاودنې غږ موږ وارخطا کړو، کله چې له کور څخه بهر شو، نو د سړک غاړې ته مو يو رنجر موټر نسکور وليد.))

هغه وويل، چې وروسته بيا امنيتي ځواکونو سيمه ولکه کړه او سړک يې د ترافيکو پرمخ بند کړ.

دا ماين په داسې حال کې چاودلى دى، چې تېره اونۍ يو بل ماين د کندوز د چهاردرې ولسوال عبدالمومن عمرخېل د کتار پر وړاندې والوت. نوموړي له دې چاودنې څخه روغ ووت، خو د ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ټپي شو.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.