ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه ماين خښوونکي ووژل شول

author avatar
4 Dec 2011 - 12:14
author avatar
4 Dec 2011 - 12:14

لښکرګاه (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٠): د هلمند ولايت مسوولينو په نادعلي ولسوالۍ کې د دوو وسله والو مخالفينو د وژلو او د ماين په چاودنه کې د درېيو ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د ليندۍ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ د لوى مانده په سيمه کې دوو وسله والو مخالفينو غوښتل، څو په سيمه کې د سړک غاړې ماينونه خښ کړي.

د هغه په وينا، ايساف ځواکونو دغه کسان له هوا ‌په نښه کړي وو او بيا يې پرې هوايي بريد کړى، چې دواړه په کې وژل شوي دي.

بل پلو د ګرشک ولسوالۍ د سپين جومات په سيمه کې درې ماشومان د ماين په يوه چاودنه کې ټپيان شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې ياد ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پرځاى شوى و او د ټپي ماشومانو عمرونه د ١٢کلونو شاوخوا دي.

احمدي وايي، چې ټپي ماشومان روغتون ته وړل شوي، خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوى ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې وړمه شپه هم په نادعلي ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې درې عام وګړي وژل شوي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.