هرات ښار (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو يو سرګروپ او د پوليسو يو افسر ووژل شول او پوليسو دوه نور وسله وال توقيف کړل.
د هرات مطبوعاتى مسوول سمونوال نورخان نېکزاد نن (د ليندۍ ١٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غوريان ولسوالۍ په شارشار کلي کې د پوليسو او يوې وسله والې ډلې ترمنځ، چې د انسان په تښتولو او د ماين په ايښودلو تورنه وه، نښته رامنځ ته شوه.
نېکزاد زياته کړه، چې په دې نښته کې د يادو شويو کسانو سرګروپ شاغاسي او د پوليسو يو افسر وژل شوي او دوه نور وسله وال نيول شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د ملي اردو کمانډو ځواکونو په هرات ولايت کې پنځه وسله وال طالبان نيولي دي.
د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د ملي اردو د کنډک قوماندان ډګروال زين الله نن (د ليندۍ ١٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوي وسله وال د عملياتو په ترڅ کې د شينډنډ ولسوالۍ په سوېل کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې د ملي اردو ځواکونو او د سيمې اوسېدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
د ډګروال زين الله په وينا، يادو شويو کسانو د ماين په خښولو او د دولت ضد په نورو کړنو کې لاس درلود.
دا کسان په داسې حال کې په هرات کې د ملي اردو او ملي پوليسو له لوري نيول شوي دي، چې دوه ورځې وړاندې د دې ولايت پوليسو د هرات له چشت ولسوالۍ څخه د نامسوولو کسانو يو قوماندان او د دولت پنځه نور مخالفين نيولي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن