ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مېرمن کلنټن امنيت د افغانستان مهمه ستونزه وبلله

مېرمن کلنټن امنيت د افغانستان مهمه ستونزه وبلله

author avatar
5 Dec 2011 - 18:17
مېرمن کلنټن امنيت د افغانستان مهمه ستونزه وبلله
author avatar
5 Dec 2011 - 18:17

بن (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن کلنټن، بن کنفرانس ته په خپلې وينا کې امنيت د افغانستان مهمه ستونزه وبلله او يو ځل بيا يې ژمنه وکړه، چې هېواد به يې د افغان ملي ځواکونو د روزنې په برخه کې ډېره مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د بُن دويم نړيوال کنفرانس د ۸۵ هېوادونو او ۱۶ نړيوالو موسسو د شاوخوا ١٠٠٠ استازو په ګډون نن له غرمې وروسته پيل شو.

دې کنفرانس ته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، د جرمني چانسلره انګيلا ميرکل، د جرمني او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو ويناوې وکړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن، دې کنفرانس ته په خپلې وينا کې امنيت د افغانستان مهمه ستونزه وبلله او يو ځل بيا يې ژمنه وکړه، چې هېواد به يې د افغان ملي ځواکونو د روزنې په برخه کې ډېره مرسته کوي.

هغې زياته کړه، چې امريکا په افغانستان کې د سولې په موخه د روانو هڅو ملاتړ کوي؛ خو دا يې هم وويل، چې د استاد برهان الدين رباني وژنې دې هڅو ته سخت زيان رسولى دى.

مېرمن کلنټن د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، چې اصلاحات رامنځ ته کړي او ديموکراسي پياوړې کړي.

د نوموړې په وينا، د افغانستان ښه راتلونکى د ټولو په ګټه دى او که په افغانستان کې ترهګرۍ بيا وده وکړه، نو ټول به له زيان سره مخ شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې د بن په غونډه کې د پاکستان د نه ګډون په اړه وويل، چې که پاکستان په دې غونډه کې ګډون کړاى واى، نو ډېر ګټور به و.

مېرمن کلنټن په مومندو ايجنسۍ کې د رامنځ ته شوې پېښې په اړه وويل، چې دوى په دې اړه پلټنې کوي او تر ټولو زيات دوى په دې هکله اندېښمن شوي دي.

د يادونې وړ ده چې دوه اونۍ مخکې، په افغانستان کې د ايساف مېشتو امريکايي ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې بريد کړى او ٢٤ پاکستاني سرتېري يې وژلي وو.

پاکستان پر دې پېښې د احتجاج په توګه په بن کنفرانس کې د نه ګډون اعلان کړى دى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.