ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د سولې د پروسې پر دوام ټينګار وکړ

ولسمشر د سولې د پروسې پر دوام ټينګار وکړ

author avatar
14 Dec 2011 - 12:15
ولسمشر د سولې د پروسې پر دوام ټينګار وکړ
author avatar
14 Dec 2011 - 12:15

کابل (پژواک ٢٣ ليندۍ٩٠): ولسمشر حامدکرزي په هغې مشورتي غونډه کې، چې له جهادي مشرانو سره يې درلوده، د مشورتي لويې جرګې د مشورو په ړنا کې يې د سولې د پروسې پر دوام ټېنګار وکړ.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د ولسمشر د وياند له دفتر څخه نن (د ليندۍ ٢٣مه) پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، ويل شوي، چې د غونډې ګډونوالو د سولې د پروسې په اړه په هر اړخيزه توګه او په تفصيل سره خبرې وکړې.

د غونډې ګډونوالو د دودېزې لويې جرګې د مشورو او د بن کنفرانس د پرېکړه ليک په رڼا کې د سولې د ملي روغې جوړې د پروسې پر دوام ټينګار وکړ.

په دې غونډه کې، چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه، حضرت صبغت الله مجددي، پير سيداحمد گيلاني، نعمت الله شهراني، د ولسمشرۍ لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم، د استاد رباني زوى صلاح الدين رباني، حاجي محمد محقق، هدايت امين ارسلا، قيام الدين کشاف، عبدالهادي ارغنديوال، د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل، حاجي دين محمد، سيد منصور نادري، پوهاند گل رحمن قاضي، حاجي سلميان ياري او مولوي ارسلارحماني ګډون درلود.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، تر څو د دې غونډې په دوام د سولې د پروسې د غځېدو په اړه د لا زيات بحث لپاره يوه بله مشورتي غونډه په نږدې راتلونکي کې جوړه شي.

د يادونې ده، چې د افغانستان حکومت د سولې د پروسې په اړه خپل دريځ وروسته له هغه بدل کړ، چې د سولې د عالي شورا رييس استاد برهان الدين رباني د روان کال د وږي په ٢٩مه نېټه په خپل کور کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو.

دغه بريد کوونکي خپل ځان د کوېټې د شورا له خوا د سولې استازى معرفي کړى و.

دولتي چارواکي وايي، چې پر استاد رباني باندې د بريد پلان په پاکستان کې جوړ شوى و.

بايد وويل شي، چې څه موده وړاندې د افغانستان د دولت يو پلاوى د استاد رباني د وژل کېدو د پېښې د څېړنې په موخه پاکستان ته ولاړ او هلته يې د هغه هېواد له چارواکو سره د دې موضوع په اړه خبرې وکړې، خو د دغه پلاوې د سفر پايلې تر اوسه نه دې اعلان شوې.

ولسمشر کرزي هم ويلي، چې له دې وروسته به د طالبانو پر ځاى د هغو له ملاتړ کوونکي هېواد سره په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په اړه خبرې وکړي.

همدارنګه دوديزې لويې جرګې، چې تر دوه زره د ډېروکسانو په ګډون له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو د څرنګوالي او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې په اړه د لړم په ٢٥مه نېټه په کابل کې جوړه شوې وه، د يو ٧٦ ماده ييز پرېکړه ليک په صادرولو سره يې د سولې د پروسې په اړه هم موافقه وکړه.

په دغه پرېکړه ليک کې په هېواد کې د سولې د پروسې او د استاد ربانې د وژنې د څېړنې په اړه ټينګار شوى، تر څو هغه پلاوى چې افغانستان يې د استاد رباني د وژنې د څېړلو په موخه پاکستان ته لېږي، بايد هغه هېواد په دې اړه همکاري وکړي.

په پرېکړه ليک کې راغلي، چې پاکستان بايد د افغانستان په اړه خپل سياست بدل کړي او د سولې له پروسې سره په ريښتينې توګه همکاري وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.