نيول شوي طالبان، چې ورسره پنځه کلاشينکوفونه او شل شاجورونه مرمۍ هم وې، نن (د ليندۍ ٢٨مه) د غزني د ملي امنيت په رياست کې خبريالانو ته وښودل شول.
د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات خبريالانو ته وويل، چې دغه کسان د کشفي راپور له مخې د قره باغ ولسوالۍ په سيدولو کلي کې تېره شپه د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.
د هغه په وينا، چې په دغو عملياتو کې چا ته زيان نه دى اوښتى او نه هم نښته رامنځته شوې.
نوموړي وويل، چې دغه عمليات يې په سيمه کې له بهرنيو ځواکونو سره په ګډه ترسره کړي او په وينا يې، د عملياتو پر مهال وسله والو د تېښتې هڅه وکړه، خو بريالي نه شول.
دغه راز د ملي امنيت رييس په تېره اونۍ کې د اوو نورو وسله والو د نيول کېدو او يوې اندازې سپکې او درنې وسلې د ترلاسه کېدو خبر هم ورکړ.
اميرشاه سادات زياته کړه، چې په دې اونۍ کې يې د ګيرو او ده يک په ولسواليو کې اوه وسله وال طالبان د ځانګړو عملياتو پر مهال نيولي دي.
د ده په خبره، چې په دې اونۍ کې يې د اندړو په ولسوالۍ کې يوه اندازه سپکه او درنه وسله هم ترلاسه کړې ده.
قره باغ، ګيرو، اندړ او ده يک د غزني نا امنې ولسوالۍ ګڼل کېږي، چې ډېرې سيمې يې دغه مهال د وسله والو طالبانو په واک کې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن