ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل-کندهار د سړک ساتنې او د پلونو د رغونې لپاره ګډ ولايتي پروګرام پيلېږي

د کابل-کندهار د سړک ساتنې او د پلونو د رغونې لپاره ګډ ولايتي پروګرام پيلېږي

author avatar
27 Dec 2011 - 18:00
د کابل-کندهار د سړک ساتنې او د پلونو د رغونې لپاره ګډ ولايتي پروګرام پيلېږي
author avatar
27 Dec 2011 - 18:00

غزني ښار (پژواک ٦ مرغومى ٩٠): د ميدان وردګو او غزني واليان وايي چې د ميدان وردګو – غزني او غزني – زابل تر منځ د سړک ساتنې او د پلونو د رغونې لپاره به ګډ ولايتي پروګرام پيل شي.

 د ميدان وردګو والي محمدحليم فدايي او د غزني والي موسى خان اکبرزاده نن (د مرغومي ٦مه) په يوه ګډه خبري غونډه کې، ټولې لويې لارې ملي شتمنۍ او ملي پروژې وبللې او پر ساتنه يې ټينګار وکړ.

 د غزني والي وويل، چې دغه سړکونه د مخالفينو له لوري په بمونو الوځول کېږي او يا يې له قانونه زيات بار وړونکي موټر خرابوي، چې بايد پاملرنه ورته وشي.

 موسى خان اکبر زاده، لوى سړکونه د افغانستان د ملا تير بولي او زياتوي، چې د خونديتوب لپاره به يې د حليم فدايي په مرسته د پکتيکا او زابل له واليانو سره خبرې وکړي.

د هغه په وینا، ددې لارې دترمیم او بیارغونې د چارو د پیلولو وړاندیږ د میدان وردګو د والي حلیم فدایي لخوا شوی و.

 د غزني والي زياته کړه، چې پر لويو لارو پېښې کمې شوې او ځينې نړېدلي پلونه له سره رغول شوي دي.

 خو د ده په وينا، د غزني او زابل تر منځ د ١٥٠ کيلومتره اوږده لاره باندې تر لسو ډېر داسې پلونه شته، چې له څو مياشتو راهيسې نړېدلي پراته دي.

 د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي هم دغه پروګرام اغېزمن وباله او زياته يې کړه، چې د فوايد عامي، ښارواليو او ټرافيکو په مرسته به د بار وړونکو موټرو وزن څاري، وران او سوځېدلي سړکونه او پلونه به له سره رغوي.

 فدايي زياته کړه، چې د ميدان وردګو اړوند سيمه کې په تېرو دوو کلونو کې شل پلونه او پولګوټي نړېدلي او دغه راز پر دې لاره د امنيتي کمپنيو او اکمالاتي کاروانونو ٦٥ موټر سوځول شوي دي.

 د نوموړي په وينا، که چېري په کار کې روڼوالى رامنځ ته شي، نو له دې لارو راټولېدونکي عوايد بس دي، چې هم سړکونه او هم پلونه بېرته پرې ورغول شي.

 هغه وويل، چې د دې ورانو سړکو او پلونو له امله زياتې ترافيکي پېښې رامنځ ته کېږي، چې له امله يې ګڼ شمېر کسان ژوند له لاسه ورکوي.

  د ده په خبره، اوس تر بمي چاودنو او جګړو د ټرافيکي پېښو د مړو ژوبلو شمېر پر دې لاره  ډېر شوى دى.

 د غزني او ميدان وردګو واليانو له خلکو هم وغوښتل، چې د لارو په ساتنه کې له دولت سره مرسته وکړي.

د غزني والي وویل چې ددواړو ولایتونو د فواید عامې، ترانسپورت او ترافیکو له مدیریت څخه جوړ شوی کمیسیون به شوې پریکړې څاري.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.