چغچران (پژواک ٨ مرغومى ٩٠): د غور په مرکز چغچران کې سلګونه متره مربع پلې لارې پخې او د واټونو په منځ کې ګلدانونه هم جوړ شول، خو د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې بايد ښاري خدمتونو ته نوره پاملرنه هم وشي.
د چغچران ښاروال محمدعثمان عصمت په هغو مراسمو کې، چې د ٨٢٥ متره مربع پياده لارو د پخولو، د واټونو په منځ کې د ٣٥٥ متره مربع ګلدانونو د جوړولو او د کثافاتو لپاره د ځانګړو کثافت دانيو په اړه جوړ شوي وو، و ويل،چې دا پروژه د ٣٥٠زره امريکايي ډالرو په ارزښت د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې په مرسته پلې شوه.
هغه زياته کړه، چې د دې پروژې په پلې کېدو سره د چغچران ښار د اوسېدونکو ستونزه د پلې لارو او کثافت دانيو له اړخه تر يو بريده هواره شوه او د ګلدانونو په جوړولو سره د سړکونو د تګ راتګ کرښې هم معلومې شوې.
په ورته وخت کې د چغچران ښار د اصنافو د ټولنې مشر نظرمحمد پژواک ته و ويل، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره د چغچران ښار بڼه تر يوې اندازې بدله شوې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه ښاري اسانتياوې د دې لامل کېږي، څو سوداګر او نور کسب ګر په ښار کې پانګونې ته وهڅول شي.
هغه و ويل، چې چغچران ښار اوس هم له ښاري خدمتونو بې برخې دى او له دولت څخه يې وغوښتل، څو د اوبو د شبکې غځولو، د واټونو رغولو او د فاضله اوبو سيستم ته کلکه پاملرنه وکړي.
د چغچران ښار يو بل اوسېدونکي محمد انور په داسې حال کې، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د پلې لارو پخولو، د سړکونو په منځ کې د ګلدانونو جوړولو او کثافات دانيو په اړه خوښ دى، پژواک ته و ويل، زموږ د اوسېدونې په ځاى کې ٤ ستر سمنټي کثافت دانۍ اېښودل شوې دي.
انور زياته کړه، چې خلکو پخوا خپل کثافات د سړکونو پر غاړه اچول او په څو ځايونو کې به پراته وو، خو اوس يې ځاى ځانګړى شو.
هغه و ويل، چې ښاروالۍ د کثافات دانيو د جوړولو توان نه درلود او اوس په دې برخه کې له هغې سره مرسته وشوه، چې بايد له بې ځايه اچولو يې مخنيوى وشي.
نوموړي په دغه ښار کې د تفريحي پارکونو د نه شتون په اړه شکايت وکړ او ويې ويل، چې د دغه ولايت پي ارټي ډلې دوه کاله مخکې د پارک لپاره له يوې سيمې دېوال را چاپېر کړ، خو ښاروالۍ تر اوسه د يادې سيمې د چمن او نيالګيو کېنولو په برخه کې ګام نه دى پورته کړى.
انور زياته کړه، ښاري خدمتونه، چې بايد د ښاروالۍ له خوا ترسره شي، په دغه ښار کې نشته او مسوولين بايد دې برخه ته پاملرنه وکړي.
خو د چغچران ښاروال د دې ادارې له لوري د خدمتونو د ترسره کولو د نه شتون لامل د مالي امکاناتو، انساني لازم ځواک او د وسايلو نه شتون په ګوته کړ او ويې ويل، چې د توان تر بريده د ښار د وضعيت د ښه کېدو لپاره هڅه کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن