ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: که حکومت له طالبانو سره په خبرو کې ورګډ نه شي، ستونزې به رامنځته شي

author avatar
4 Jan 2012 - 17:26
author avatar
4 Jan 2012 - 17:26

کابل (پژواک ١٤ مرغومى ٩٠): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي، که له وسله والو طالبانو سره د خبرو په بهير کې افغان حکومت برخه ونه لري، نو د سولې پر پروسې به ناوړه اغېز وښندي.

د سياسي چارو کارپوه ډاکتر خوشال روهي د مرغومي په ١٤مه پژواک اژانس ته و ويل، چې د افغانستان د کړکېچ په هوارۍ کې افغان حکومت او د سولې عالي شورا له پيله سمبوليکه بڼه لري او خبرې به د امريکا د استخباراتي ادارې او وسله والو طالبانو تر منځ کېږي.

د هغه په وينا، د روانې جګړې د هوارۍ لپاره يو مهم اړخ د پاکستان اسخباراتي شبکه (I.S.I) ده، چې د قطر په دفتر کې به فعال رول ولري.

نوموړي زياته کړه، چې افغان حکومت يو غيرمتجانس حکومت دى او د سولې د بهير پر وړاندې ثابت دريځ نه لري او له همدغه امله امريکا پرې باوري نه ده.

روهي زياته کړه: ((د سولې له بهير سره په خپله کرزى جوړ دى، خو مرستيالان يې ورسره علاقه نه لري او همدارنګه په حکومت کې ډېر دغه شان خلک شته، چې نه غواړي له طالبانو سره خبرې اترې وشي.))

د سياسي چارو پوه محمد حسن ولسمل هم وايي، چې افغان حکومت به د سولې په خبرو اترو کې ډېر رول ونه لري او حاشيه کې به وساتل شي.

د ده په وينا، چې افغان حکومت سياسي خپلواکي نه لري او د امريکا له پرېکړې څخه سرغړونه نه شي کولاى.

نوموړي و ويل: ((امريکا به تر اخره د سولې په خبرو اترو کې افغان حکومت ته د ګډون حق ورنه کړي، امريکايان ډېر مغرور خلک دي او دا هر څه به پر خپل سر وکړي.))

ولسمل زياته کړه، چې که افغان حکومت دسولې په پروسه کې ګډون ونه کړي،ستونزې به رامنځته شي او د سولې د پروسې راتلونکى به روښانه نه وي.

خو د افغان څېړنيز مشورتي مرکز مشر غلام جيلاني ځواک بيا وايي، چې که افغان حکومت په قطر کې د سولې په خبرو اترو کې ګډون ونه کړي، د سولې ټينګښت به له ناکامۍ سره مخ شي.

نوموړى زياته کړه: ((که يواځې د امريکا او طالبانو تر منځ خبرې کېږي او يوې پايلې ته رسېږي، نو افغان حکومت هم يو قوي اړخ دى، د هغوى له رضايت پرته به يې څنګه پايلې ومنل شي.))

د نوموړي په باور، چې تر اوسه خبرې په رسمي ډول نه دې پيل شوې او که پيل شي، افغان حکومت به خامخا په کې ګډون وکړي.

په دې وروستيو کې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو او د امريکا او وسله والو طالبانو تر منځ د پټو خبرو اترو په اړه راپورونه خپاره شوي وو؛ خو وسله والو طالبانو د رسنيو له بيا بيا پوښتنو سره سره غبرګون نه ښود.

خو پرون وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ومنله، چې په قطر کې يې د خپل دفتر د پرانيستلو لپاره د ياد هېواد په ګډون له يو شمېر نړيوالو لورو سره تفاهم کړى دى.

په اعلاميه کې د امريکا، قطر او يو شمېر اړوند نړيوالو خواوو يادونه شوې، خو افغانستان د دولت نوم نه دى په راغلى.

اعلاميه وړاندې زياتوي: ((موږ همدا اوس اماده يو چې په داخل کې د خپل قوي موجوديت سره په څنګ کې له نړيوالو سره د افهام او تفهيم لپاره په بهر کې سياسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو د قطر هېواد په شمول له اړوند لوريو سره ابتدايي تفاهم هم کړی دی.))

دغه راز د وسله والو طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې، په ګوانتانامو کې د افغان زندانيانو په اړه ويل شوي، چې د همدغه تفاهم په لړ کې يې د تبادلې په صورت کې د ګوانتانامو له زندان څخه د خپلو بنديانو د خلاصون غوښتنه هم کړې ده.

وسله والو طالبانو په داسې حال کې په قطر کې د دفتر پرانيستلو او له امريکا سره خبرې اترې تاييد کړې دي، چې دوى پخوا بار بار ويلي وو، چې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې دوى په هېڅ ډول خبرو اترو کې ګډون نه کوي.

د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا هم په قطر کې د طالبانو له دفتر پرانيستلو سره خپله موافقه ښودلې ده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.