ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نادعلي كې د كوكنارو د له منځه وړلو عمليات پيل شول

په نادعلي كې د كوكنارو د له منځه وړلو عمليات پيل شول

author avatar
7 Jan 2012 - 18:10
په نادعلي كې د كوكنارو د له منځه وړلو عمليات پيل شول
author avatar
7 Jan 2012 - 18:10

لښکرګاه (پژواک ١٧مرغومى٩٠): د هلمند ولايت دولتي چارواکي وايي، كه په دې ولايت كې د ځمكو د غصب او نشه يي توكو مخنيوى ونه شي، ښايي د تېرو څو كلونو پرمختګونه او اوسنى امنيت له لاسه وركړي.

بل خوا همدا نن د مرغومي په ۱۷مه، په نادعلي ولسوالۍ كې پر دولتي غصب شويو ځمكو كې د كوكنارو د له منځه وړلو په موخه عمليات پيل شوي او په سيمه كې جګړه روانه ده.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل وايي، چې په دې ولايت كې سلګونه زره جريبه دولتي ځمكې، چې پخوا د زورواكو له خوا غصب شوي، اوس مهال هم په ځينو سيمو كې دا لړۍ په چټكۍ سره مخ پر وړاندې روانه ده.

والي زياتوي، چې په غصب شويو ځمكو كې اوسمهال زرګونه جريبه ځمكه کې كوكنار كرل شوي دي او د دولت مخالفين يې ملاتړ كوي.

 د منګل په خبره، كه چېرته د دولتي ځمكو د غصب او د كوكنارو د له منځه وړلو لپاره ځانګړي پلانونه پر لاره وانه چول شي، ښايي هغه امنيت او پرمختګونه چې په تېرو څو كلونو كې لاسته راغلي، له ستونزو سره مخ شي.

والي زياتوي، چې د ځمكو غصب او د كوكنارو كر د دولت د هر ډول پرمختګ لپاره لويه ننګونه ده؛ نو له همدې امله له قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه په دې برخه كې د مرستي غوښتنه كوي، ترڅو سيمه يو ځل بيا له امنيتي او نورو بېلابېلو ستونزو سره مخ نه شي.

د هلمند والي وايي، چې د كوكنارو په كر كې د نشه يي توكو د لېږدوونكو لوى لاس دى او ګټه يې هم ټوله د نشه يي توكو لېږدوونكو او د دولت مخالفينو ته په لاس ورځي.

په همدې حال كې د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عمرجان حقمل پژواك خبري اژانس ته وويل، همدا نن (دمرغومي ۱۷مه) يې د نادعلي ولسوالۍ په نري مانده سيمه كې د كوكنارو د له  منځه وړلو په موخه عمليات پيل كړي دي.

د ده په وينا، د دې عملياتو پرمهال په ياده شوې سيمه كې د دولت د وسله والو مخالفينو سره جګړه روانه ده او د دولت مخالفين غواړي، سيمه ناارامه كړي او د كوكنارو د فصل رسېدلو ته زمينه برابره كړي.

د قوماندان حقمل په وينا، په دغو عملياتو كې د ايساف په مرسته د ملي اردو  ځواكونو برخه اخيستې او پوليسو په تصفيه شويو سيمو كې د كوكنارو د كروندګرو هغه وسايل، چې په غصب شويو ځمكو كي د كوكنارو د خړبولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېده، له ځان سره وړي دي.

د ده په وينا، اوس هم جګړه روانه ده، خو مرګ ژوبله نه لري.

د يادونې وړ ده، د هلمند ولايت د دولتي چارواکو په وينا، شاوخوا يو ميليون او اته سوه زره جريبه دولتي ځمكه غصب شوې، چې له دې جملې څخه ۳۰زره د دولت د څېړنيزو  فارمونو ځمكه په غصب كې شامله ده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.