ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هاوان مرمۍ د يوې کورنۍ لسو غړيو ته مرګ ژوبله واړوله

25 Jan 2012 - 17:12
25 Jan 2012 - 17:12

محمودراقي (پژواک ٥سلواغه ٩٠): د کاپيسا ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يوه مېرمن او دوه لوڼې يې وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

 د اله ساى ولسوال انجنير ملامحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا مرمۍ نن (د سلواغې ٥مه) د وسلوالو طالبانو له لوري توغول شوې او د دې ولسوالۍ د علاقه دارۍ په سيمه کې د کوچيانو پر يوه کور ولګېده.

 د هغه په وينا، د دې مرمۍ د لګېدو په ترڅ کې يوه مېرمن او دوه لوڼې يې وژل شوي او د يادې کورنۍ اووه نور غړي ټپيان شوي دي.

 ملامحمد زياته کړه،چې د يادې شوې پېښې ټپيان په تګاب ولسوالۍ کې دايساف ځواکونو روغتون ته لېږدول شوي دي.

 د علاقه دارۍ د سيمې يوه قومي سپين ږيري تاج محمد پژواک ته وويل: ((په دې سيمه کې ډېرى کوچيانو ځانونو ته کورونه جوړ کړي دي، چې د باغونو له لوري يوه مرمۍ پر يوه کور ولګېده.))

 هغه وويل، د يادې کورنۍ درې غړې چې ښځه او نجونې وې، ووژل شوې او ٧ نارينه يې ټپيان شوي دي.

 وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د کاپيسا ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې د    وسلوالو طالبانو او ملي اردو ځواکونو د نښتې په ترڅ کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.

 

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version