Pajhwok Afghan News

خلک د پاسپورټ له نه ورکولو سرټکوي

کابل ښار (پژواک ٨ سلواغه ٩٠): ځينې خلک شکايت کوي چې د پاسپورټ اخيستل  اونۍ وخت اخلي او هغوى ته پاسپورټ نه ورکول کېږي؛ خو د پاسپورټ رياست وايي چې اټکل کېږي تر دوو راتلونکو ورځو پورې ٥٠زره پاسپورټونه ترلاسه او وېش يې پيل کړي.

خلک وايي چې په پاسپورټ رياست کې لالهانده کېږي، مسوولين هغوى په نن او سبا غولوي او يو ټاکلى وخت نه په ګوته کوي، چې خلک څه وخت پاسپورټ اخيستلو ته مراجعه وکړي.

يو شمېر مراجعين شکايت کوي چې هغوى غواړي خپل ناروغان د درملنې لپاره بهر ته بوځي؛ خو د پاسپورټ نه شتون او نه ورکول د دې لامل شوي، چې د ناروغانو روغتيايي وضعيت يې نور هم خراب شي.

 د غزني ولايت اوسېدونکى سلطان جان ادعا کوي، چې له يوې مياشتې ځي او راځي؛ خو پاسپورټ نه شي ترلاسه کولاى.

 نوموړى چې په غزني ښار کې د خوراکي توکو پلورنځي لري، پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې مور يې ناروغه شوې ده او غواړي د پاسپورټ په اخيستلو سره هغه هندوستان ته بوځي؛ خو مسوولين وايي چې پاسپورټ نه شته.

 دې هټۍ وال زياته کړه، چې د پاسپورټ د نه شتون له امله اړ دى، څو د پاسپورټ رياست د دروازې شاته ورځې تېرې کړي.

 سلطان جان زياته کړه، چې د پاسپورټ رياست په لومړيو کې له هغوى سره ژمنه کړې وه، چې چاپ شوي پاسپورټونه د سلواغې په لومړۍ نېټه کابل ته رارسېږي؛ خو تراوسه نه دي رارسېدلي.

 نوموړي وويل: ((هره ورځ چې په کابل کې تېروم، څه باندې زر افغانۍ لګېږي.))

 دې هټۍ وال زياته کړه، چې کمېشن کارانو به په لومړيو کې يو پاسپورټ د ٢٠زرو افغانيو په بدل کې ورته اخيسته او هغه په دې ګومان و، چې د پاسپورټ رياست له لوري ورته په بېړه ورکول کېږي او اقتصادي پرېوځي؛ خو نه پوهېده چې په دې ډول ستونزو کې به ښکېل کېږي.

 هغه د دې په ويلو سره چې د مور روغتيايي حالت يې مخ په خرابېدو دى، زياته يې کړه: ((که زه پوهېدم، نو په لومړيو ورځو کې به مې له کمېشن کار څخه پاسپورټ اخيستى و او مور به مې هند ته بېولې وه.))

 يو شمېر نور بيا ادعا کوي، چې پاسپورټ د واسطې پربنسټ ورکول کېږي او کوم کسان چې واسطه نه لري، لالهانده ګرځي.

 د کابل ښار اوسېدونکي عبدالصمد، چې د ګرځندوى پاسپورټ د اخيستلو لپاره راغلى و، وويل کوم کسان چې پېژندګولي لري، د کورنيو چارو وزارت له مرستيالانو څخه د مکتوب په راوړلو سره پاسپورټ ترلاسه کوي؛ خو کوم کسان چې پېژندګلوي نه لري، له څه باندې يوې مياشتې راهيسې يې بېلابېلو ادارو ته مراجعه کړې ده، ولې تراوسه يې پاسپورټ نه دى ترلاسه کړى.

 هغه زياته کړه: ((يو دقيق تاريخ نه ښيي چې موږ راشو، نن او سبا وايي او خلک غولوي.))

 هغه وويل، د پاسپورټ رياست ته يې چې مراجعه وکړه، ورته ويلي يې دي، چې د کورنيو چارو وزارت له معينيت څخه دې امر راوړي؛ خو د کورنيو چارو وزارت وايي چې د پاسپورټ د کمښت له کبله هغو کسانو ته امر ورکوي، چې ډېره اړتيا ولري، لکه ناروغي او يا د دولت رسمي کارکوونکى وي.

 هغه زياته کړه، چې د کورنۍ غړي يې په يوه اروپايي هېواد کې ژوند کوي او غواړي چې بلنليک ورته راولېږي؛ خو شرط دا دى چې پاسپورټ ولري او کاپي يې هلته واستوي.

 نوموړي وويل: ((دوه اونۍ کېږي چې د پاسپورټ اخيستلو لپاره سربداله يم، که پاسپورټ راونه رسېږي، نو ښايي بلنليک مې فسخه شي.))

 نه يواځې نارينه، بلکې ښځې هم د پاسپورټ له ستونزې سره مخ دي.

 ٣٥کلنه حميرا، چې له خپلو دوو لوڼو سره د پاسپورټ رياست ته راغلې وه او غوښتل يې ايران ته لاړه شي، وويل چې له درېيو اونيو راهيسې بېلابېلو ادارو، لکه څلورمې امنيتي حوزې، چې د دوى کور هم د دې حوزې اړوند دى او د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ رياست ته يې هم مراجعه کړې ده؛ خو يو پر بل احکام ورکوي.

 دې مېرمنې زياته کړه، چې د کورنۍ ټول غړي يې له تېرو کلونو راپدېخوا په ايران کې ژوند کوي، هغه او دوه لوڼې يې په دې وروستيو کې د خپلوانو د ليدنې په موخه کابل ته راغلې دي؛ خو اوس چې غواړي بېرته ولاړشي، پاسپورټ نه شي ترلاسه کولى.

 حميرا وړاندې وويل: ((کورنۍ مې په ايران کې پرېشانه ده او زموږ د ستنېدو په تمه ده؛ خو دا دولت ان د دې توان نه لري، څو د خپل هېواد د وګړو عادي ستونزه، چې پاسپورټ دى، هواره کړي.))

 خو د پاسپورټ عمومي مشر مل پاسوال محمد ايوب وويل، چې په انګلستان کې د افغانستان سفارت د راپور له مخې، اټکل کېږي چې ٥٠زره ټوکه نوي پاسپورټونه، دوه ورځې وروسته (د سلواغې ١٠مه) کابل ته راورسېږي.

 نوموړي پژواک ته وويل، چې د پاسپورټونو له رارسېدو سره سم به، د رياست او اړوندو زونونو له لوري يې وېش پيل شي.

 د پاسپورټ عمومي مشر زياته کړه، چې دا رياست له تېرې يوې مياشتې راهيسې د پاسپورټ د کمښت له ستونزې سره مخ دى، دمګړۍ يو شمېر پاسپورټونه په واک کې لري، چې د بيړنيو شرايطو لپاره يې ساتلي دي.

 له بل خوا، د کورنيوچارو وزارت وياند غلام صديق صديقي، د دې وزارت د معينيت له لوري د واسطې پربنسټ د پاسپورټ اخيستل رد او ويې ويل، چې د نوو پاسپورټونو له رارسېدو سره سم به، د پاسپورټ ټولو مراجعه کوونکو ته د کورنيو چارو وزارت د رهبري چارواکو له لارښوونې پرته وېش پيل شي.

 د هغه په وينا، د کورنيو چارو وزارت د ماليې وزارت په همکارۍ هڅه کوي، ترڅو د پاسپورټ رياست د پاسپورت له کمښت سره بيا مخ نه شي.

 صديقى زياته کړه، کوم کسان چې ناروغ دي او يا ډېره اړتيا لري، د کورنيو چارو وزارت د مالي او اداري مرستيال د لارښود له مخې، يو شمېر پاسپورټونه چې د رياست په واک کې دي، هغوى ته ورکول کېږي.

 د يادونې وړ ده، چې د کورنيو چارو وزارت تېره مياشت ويلي و، چې اټکل کېږي څو ١٠٠زره ټوکه پاسپورټونه په هماغه مياشت کې، درې سوه زره په راتلونکې (روانه مياشت) او يو ميليون په راتلونکي کال کې هېواد ته راورسېږي.

 په افغانستان کې څلور ډوله پاسپورټونه کارول کېږي، چې عادي اوسوداګريز يې د پاسپورټ رياست له لوري، خو ډيپلوماتيک او د خدمت پاسپورټونه د بهرنيو چارو وزارت له خوا ورکول کېږي.

Views: 131

Exit mobile version