Pajhwok Afghan News

د کندهار والي : له کوم توپير پرته به د کوکنارو کښتونه له منځه يوړل شي

کندهار ( پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠ ) : د کندهار والي وايي، چې سږ کال د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې له کوم توپير پرته د کوکنارو کښتونه له منځه وړل کېږي او عاملينو ته به يې قانوني سزا ورکول شي.

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٢مه، د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې ګډې خبرې غونډې ته وکړې، چې د کوکنارو اړولو د کمپاين د پيلولو په موخه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د والي تر څنګ د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق اڅکزي او په سوېل کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ مرستيال بريد جنرال محمد امير بقايي ګډون کړى وو.

ډاکټر توريالي ويسا وويل، چې سږ کال د کوکنارو تر کر وړاندې په وار وار د کندهار ټولو کروندګرو او ځمکو لرونکو ته خبر ورکړل شوى، چې په خپلو ځمکو کې کوکنار و نه کري.

ده له هغو کروندګرو مننه وکړه، چې دغه غوښتنه يې وار له مخه منلې؛ خو زياته يې کړه، هغو کسانو چې په خپلو ځمکو کې يې کوکنار کرلي، سر له ننه يې د اړولو کمپاين پيل کېږي او له توپير پرته به په ټولو ولسواليو کې پلى شي.

د نوموړي په وينا، په تېرو کلونو کې به يواځې کوکنار اړول کېدل، خو سږ کال به د کوکنارو د اړولو ترڅنګ د دغه بوټي کرونکي او د ځمکو مالکين قانوني سزا ويني، چې پر يوه جريب کوکنارو کرلو باندې د درېيو مياشتو د بند سزا ټاکل شوې ده.

ويسا وايي،د کوکنارو اړولو په دې کمپاين کې به د ملي پوليسو تر څنګ ملي اردو هم برخه ولري، چې پر مهال به يې د خلکو د هويت د معلومولو تر څنګ د ځمکو اسناد هم کتل کېږي، ځکه ډېرو خلکو دولتي ځمکې غصب کړي او کوکنار يې په کې کرلې دي.

والي دا هم وويل، چې تېر کال ورته د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارز وزارت له لوري د کوکنارو اړولو لپاره ټاکل شوى هدف ورکړل شوى او ټولټال ٥ زره جريبه کوکنار واړول شول، خو سږ کال به په ټولو ولسواليو کې له توپير پرته ټول کوکنار له منځه وړل کېږي.

ويسا زياته کړه، د کوکنارو اړولو سږنى کمپاين به لومړى له هغو سيمو پيل شي، چې زورواکو پرې دغه بوټي کرلي او وروسته به نورو سيمو ته وغځول شي.

د ده په خبره، کندهار هر کال د کوکنارو د کر له امله د نړيوالو ګڼې مرستې له لاسه ورکوي او په همدې اساس غواړي دا کچه صفر ته را ټيټه کړي.

نوموړي ومنله، چې ترياک کرل د خلکو اقتصادي مجبوريت دى، خو ويې ويل، چې د خلکو د روا محصولاتو لپاره يې د نړيوالو مارکېټونو تدارک کړى دى او دغه راز د کرنې او سوداګرۍ له وزارتونو يې هم غوښتي، چې د خلکو د محصولاتو لپاره نړيوال بازارونه پيدا کړي.

هغه دا هم وويل، چې په دې وروستيو کې د خوراک نړيوال سازمان ( WFP ) هم په دې راضي کړى، چې په بهر کې د غنمو اخيستلو پر ځاى له افغاني بزګرو څخه غنم په بيه واخلي.

د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق اڅکزي دې خبري غونډې ته وويل، چې سږ کال به د ميانشين او غورک ولسواليو په ګډون، چې يوه يې په دې وروستيو کې نيول شوې او په بله کې عمليات روان دي، په ټولو هغو کې د کوکنارو کښتونه له منځه وړل کېږي.

هغه وويل، سږ کال امنيتي ساحه تر لرې سيمو او ولسواليو پراخه شوې او داسې سيمه نه ده پاتې، چې امنيتي ارګانونه هغلته نه شي تللى.

د نوموړي په وينا، د کوکنارو اړولو تر څنګ به د دې بوټي کرونکي قانوني سزا ويني او هغه نېښ ګر به هم نيول کېږي، چې د کوکنارو د نېښ وهلو لپاره له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راځي.

امنيه قوماندان وايي، سږ کال ډېر کوکنار په ژېړۍ، پنجوايي، سپين بولدک او ارغستان ولسواليو کې کرل شوي، چې ډېرې يې لرې پرتې سيمې دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ مرستيال بريد جنرال محمد امير بقايي وويل، چې د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې وزارت سره د شوي پروتوکول له مخې ،د هغوى ځواکونو حمايوي او تدابيري پلان جوړ کړى، چې د کندهار تر څنګ به په ارزوګان، زابل او دايکنډي ولايتونو کې پلى شي.

په کندهار ولايت کې د کوکنارو اړولو کمپاين داسې مهال پيل شو، چې په دې ولايت کې د تېر په پرتله د نشه يي توکو د قاچاق او قاچاق کوونکو پر خلاف مبارزه سخته شوې او هره اونۍ ګڼ شمېر کسان له نشه يي توکو سره يو ځاى نيول کېږي.

Views: 6

Exit mobile version