ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميوند قول اردو د ٣٢ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ

ميوند قول اردو د ٣٢ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ

author avatar
13 Feb 2012 - 16:43
ميوند قول اردو د ٣٢ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ
author avatar
13 Feb 2012 - 16:43

لښکرګاه ( پژواک ٢٤ سلواغه ٩٠ ) : په هلمند ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې د تېرې اونۍ په بېلا بېلو عملياتو کې يې ٣٢ وسلوال مخالفين وژلي دي.

 د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر لخوا دسلواغې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې دا عمليات ددوى د ځانګړيو ځواکونو لخوا په مارجه، کجکي، سنګين او ګرشک ولسواليو کې ترسره شوي دي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا عمليات تېره اونۍ د سلواغې په ١٨مه، پيل او د تېرې جمعې په ورځ پاى ته رسېدلي دي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، په کجکي ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال کوماندو ځواکونو ١٢ وسلوال مخالفين ووژل او د هيروينو د توليد دوه فابريکې يې هم له منځه يوړې.

 دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملياتو کې ٣٩٠ کيلو ګرامه ترياک، ١٤٩ کيلو ګرامه په هيروينو کې کارېدونکي تيزاب، ٤٥ کيلو چرس، ٧٠ کيلو ګرامه د هيروينو مواد، يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

 د ميوند قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي،چې په سنګين ولسوالۍ کې د يادو شويو عملياتو په ترڅ کې ٢٠   وسلوال مخالفين وژل  شوي، لس  تنه يې ټپيان دي او د نشه يي توکو يوه فابريکه هم له منځه وړل شوې ده.

 سرچينه کاږي ،چې په دې علمياتو کې د ملي اردو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 وسلوالو طالبانو که څه هم ددې عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د هلمند په بېلابېلو سيمو کې يې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعاوې کړې دي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.