کابل ښار(پژواک دکب ٩مه ٩٠): له طبيعو پېښو سره د چمتوالي ملي ادارې په کابل کې د ((ايکو )) دسيمه ييزو اقتصادي همکاريو دنړيوال سازمان په شپږمه غونډه کې په راتلونکې کال کې د احتمالي سيلابونو د راوتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړي او له نړيوالې ټولنې څخه يې دمرستې غوښتنه کړې ده.
داغونډه نن(دکب ٩مه) د حکومتي چارواکو،د ايکو غړيو هېوادونو، د ملګرو ملتونو د سازمان او بهرنيو موسسو استازو په ګډون ،د دوه ورځو لپاره په کابل کې جوړه شوي ده.
له طبيعي پېښو سره دچمتوالي ملي ادارې مشر محمد دايم کاکړ وويل،چې په دې وروستيو کې د واورو اورېدو او سړې هوا له امله په ټول هېواد کې شاوخوا ١٣٤ کسان مړه او څه باندې ٢٢٠ نورټپيان شوي او ٨٦٠٠ کورنۍ زيانمنې شوي دي.
هغه دسږني ژمي د تلفاتو او زيانونو زياتوالى، د بوديجې او تخصصي کدرونو نه شتون په ګوته کړ او زياته يې کړه،چې د روان کال ددرنو واورو اورېدو له کبله ، په راتلونکي کال کې د سيلابونو راوتل يوبل ګواښ دى ،چې ددې ادارې د اندېښنې لامل شوى دى.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې عمومي مشر زياته کړه(( موږ به په دې غونډه کې په سيمه کې د طبيعي پېښو دګواښونو دراکمولو په خاطر د دريو هدفونو سربېره ، د ايکو له غړيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران څخه له زيانمنو شوو کورنيو سره دمرستې غوښتنه وکړو))
دکاکړپه وينا، دوى به په افغانستان کې دکدرونو د روزلو او د طبيعي پېښو پرمهال د تجربو د يوځاى کولو غوښتنه هم له هغوى څخه وکړي.
د ولسمشرۍ دويم مرستيال محمدکريم خليلى افغانستان هغه هېواد وباله ،چې مدام له سيلاب او وچکالۍ سره مخ وي،نوموړي د ايکوECO) ) له غړيو هېوادونوڅخه غوښتنه وکړه،چې د امکاناتو او تجربو له اړخه دي د طبيعي پېښو په وړاندې دچمتوالي له ملي ادارې سره دې همکاري وکړي.
هغه د ايکو له ټولو غړيو هېوادونو څخه د ډېرو مرستو غوښتنه وکړه.
د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د بشري مرستو دهمغږۍ دفتر استازي منوچ هم په افغانستان کې دسيلابونو د راوتلو د ګواښونو په اړه اندېـښنه څرګنده کړه او ويې ويل،چې افغان ولس زياتو بشري مرستو ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه،چې د افغانستان ٤٠ سلنه وګړي په مياشت کې يواځې يو ) ډالره عايد لري.
اټکل کېږي،چې دايکو غونډه به سبا(دکب ١٠مه) هم دوام ومومي ،چې دکاکړ په وينا د ناستې په پاى کې به ، د ايکو غړي هېوادونه له افغانستان سره خپلې ژمنې او مرستې اعلان کړي.
کاکړ ددې ناستې د جوړيدو موخې ، دسيمه ييزو همکاريو ځواکمنول، په سيمه کې د ګواښونو د کمولو د فعاليتونو لاښه منظم کول ، د وړتيا اومديريت دلوړولو په برخه کې دتجربو او مالوماتو شريک کول په ګوته کړل.
دهغه په وينا د ايکو په دې دوه ورځينۍ غونډه کې به ،د سيمې په هېوادونو کې د طبيعې پېښوو په ځانګړې توګه د سيلابونو ،زلزلو او وچکاليو ګواښونو لپاره د مناسبو لارو اوچارو موندلو په اړه هم خبرې اترې وشي.
ايکو سازمان په ١٩٦٢زېږديز کال کې د پاکستان،ايران او ترکيې له خوا د اقتصادي همکاريو دپراختيا په خاطر رامنځ ته شو،چې د منځنۍ اسيا هېوادونه( ازبکستان،تاجکستان،ترکمنستان، اذربايجان،قرغزستان )او افغانستان په کې غړيتوب لري.
کاکړ وويل،چې ددې غونډې په څنډه کې به ،د سيمې په هېوادونو کې د طبيعې پېښوو دکموالي په خاطر په قزاقستان کې ديو مرکز دجوړيدو او د سيمې په هېوادونو کې د وچکالۍ ،سيلابونو او زلزلې د خطرونو د مخنيوي په خاطر هم خبرې اترې وشي.
هغه په قزاقستان کې ددې مرکز د جوړلو لامل په دې هېواد کې دخوراکي توکو د زياتو زيرمو شتون او په بېړنيو حالاتو کې د مجهزو مرستندويه ډلو روزل دسيمې هېوادونو لپاره ،يو مناسب هېواد وباله.
د ملګرو ملتونو د راپور پربنسټ، په ٢٠١١زېږديز کال کې په افغانستان کې دوچکالۍ له کبله، نږدې درې ميليونه کسان زيانمن شوي دي.
محمد يار ،چې دباندينيو چارو وزارت په استازيتوب يې په ايکو غونډه کې خبرې کولې ، د نړيوالو رسنيو د خپريو شوو راپورونو پربسنټ يې وويل،چې له ١٩٨٠ کال راپدېخوا ، په افغانستان کې د بېلابېلو طبيعي پېښو له امله، څه دپاسه ٢٠ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى او څه باندې اوه ميليونه له خپلو اصلي سيمو څخه بى ځايه شوي دي.
ددې رسنيو له خوا خپرې شوې شمېرې په ګوته کوي،چې له ٢٠٠٠ زېږديز کال را پدېخوا ، په افغانستان کې د زلزلې له امله، ١٣٠٠ کسان وژل شوي او خلکو ته اوښتي زيانونه هم دپام وړ دي.
د يادونې وړده ،چې دايکو نړيوال سازمان د غړيو هېوادونو غونډه، هر کال ددې سازمان په يو غړي هېواد کې جوړېږي، د ايکو لومړۍ ناسته په ٢٠٠٥ زېږديز کال کې په کابل او دويمه يې په ٢٠٠٦کال کې دهندوستان په پلازمينه،نوي ډهلي کې جوړه شوې وه.
Views: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP