ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ٩٠ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

د غزني ٩٠ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

author avatar
28 Feb 2012 - 15:30
د غزني ٩٠ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي
author avatar
28 Feb 2012 - 15:30

غزني ښار (پژواک ٩ کب ٩٠): په نوي ١٣٩١ ښوونيز کال کې به د غزني په مرکز او اتلسو ولسواليو کې د ٩٠ ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې شي.

د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر د کب په ٩مه، په غزني ښار کې يوې خبري غونډې ته د دغو ښوونځيو د جوړېدو او لګښت په اړه خبر ورکړ.

هغه زياته کړه، چې د نوي لمريز کال له پيل سره سم به په مرکز او ولسواليو کې د ښوونځيو د وانيو کار پيل شي.

نوموړى وايي، چې ١٩ ښوونځي په خپله پوهنې وزارت په پلان کې نيولي، چې ټول لګښت يې د وزارت له پراختيايي بودجې ورکول کېږي.

دغه راز د ناشر په وينا، پنځه ميليونه امريکايي ډالر د غزني د پوهنې لپاره بېل شوي، چې ډېرى برخه به يې د ښوونځيو د ودانيو په جوړولو ولګېږي.

هغه وايي، چې په غزني کې مېشت د پولنډ او امريکايي ځواکونو له لوري هم په پلان کې ده، چې د ١٢ ښوونځيو لپاره په څو ولسواليو کې ودانۍ جوړې کړي.

د غزني د پوهنې د رييس په وينا، چې د نوي لمريز کال تر پايه به په غزني کې د ٩٠ ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې شي.

سره له دې، چې د غزني د لرې پرتو سيمو خلک په ځانګړې زده کوونکي، شکايت لري، چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري، په خېمو او يا هم د ونو تر سيورو لاندې زده کړې کوي.

د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى محمد هاشم، چې اوسمهال د لسم ټولګي زده کوونکى دى وايي، چې د ښوونځي نيمايي زده کوونکي ان د کېناستو لپاره ځاى او د سر سيورى هم نه لري.

دى وايي: ((د ښوونځي لپاره اته کاله مخکې يوه کوچنۍ ودانۍ جوړه شوې، چې اته ټولګي لري، خو اوس زموږ ښوونځى لېسې ته لوړ شوى، د زده کوونکو شمېر يې درې برابره زيات شوى، بايد داسې تعمير ورته جوړ شي، چې دېرش ټولګي ولري.))

ګيلان هغه ولسوالۍ ده، چې له ٢٥ ښوونځيو يواځې ١٢ يې ودانۍ لري او د نورو زده کوونکي يې په جوماتونو کې زدکړې کوي.

د غزني د ولايتي شورا منشي او د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالولي خانزاده د پوهنې د دغه ګام هرکلى کوي، چې په نوي کال کې به د لسګونه ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو اتو کلونو کې ولسواليو ته پاملرنه نه ده شوې.

د ده په وينا، چې د غزني لرې پرتې سيمې او ولسوالۍ په هره برخه کې له پراختيايي چارو بې برخې دي.

غزني اتلس ولسوالۍ لري او په هره ولسوالۍ کې زده کوونکي له ورته او يو ډول ستونزو سر ټکوي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.