ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې له څوارلسم فارغو زرګونو تنو د کانکور ازموينه واخيستل شوه

author avatar
2 Mar 2012 - 15:34
author avatar
2 Mar 2012 - 15:34

مزارشريف (پژواک ۱۲ كب۹۰): په بلخ ولايت كې د شمال او شمال ختيځ زونونو له څوارلسم فارغو نږدې ۲۷٠٠ کسانو څخه د كانكور ازموينه په داسې حال واخيستل شوه، چې په ازموينه كې يو شمېر ګډون كوونكو د امتحان له چارو نالښت كاوه.

دغه ازموينه نن د كب په ۱۲مه، په مزارشريف كې د بلخ پوهنتون په انګړ كې واخيستل شوه.

د بلخ پوهنتون رييس پوهندوى مكمل الكوزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شمال او شمال ختيځ زون ۲۷٠٠ كسانو د كانكور په ازموينه كې برخه واخيسته، چې ۴۵ سلنه په كې نجونې وې.

نوموړي زياته كړه، چې په دې ازموينه كې د مسلكي ښوونځيو، ديني مدرسو، د ښوونكو د روزنې موسسې زده كوونكو او دې ته ورته نورو علمي موسسو زده كوونكو، چې له څوارلسم څخه فارغ شوي وو، برخه واخيسته.

د هغه په وينا، په ازموينه كې ګډون كوونكي كولى شي چې د خپل مسلک په نظر كې نيولو سره، د خپلې خوښې پوهنځي انتخاب كړي.

خو په ازموينه كې يو شمېر ګډون كوونكي د امتحان له چارو نالښت كاوه.

ذكرالله ملنګ چې له بغلان ولايت څخه يادې ازموينې ته د ګډون په موخه راغلى و؛ خو په کې يې برخه وانخيستلى شو، پژواک ته وويل: ((يوه مياشت مخكې مې فورمه ډكه كړې وه، رسمي ثبت نام مې كړى و؛ خو د كارتونو د وېش پر مهال د امتحان د ګډون كوونكو په ليست كې مې نوم نه و.))

د هغه په وينا، د ازموينې د نوملړ د برابرېدو چارې په سمه توګه نه دي څارل شوي، كه نه ده به هم نن په ازموينه كې ونډه اخيستې وه.

له بلې خوا د شمال ختيځ زون د ځينو ولايتونو يو شمېر زده كوونكو له دې نالښت كاوه، چې بايد دغه ازموينه د دې پر ځاى چې د شمال په كچه په بلخ كې واخيستل شوه، بايد د شمال ختيځ زون په كچه په كندوز كې اخيستل شوې واى.

د كندوز دارالمعلمين له پښتو څانګې څخه فارغ ذبيح الله وويل، چى دى دوه ورځې وړاندې د كانكور په ازموينه كې د ګډون په موخه مزارشريف ته له خپلو درېيو نورو ملګرو سره راغلى و.

نوموړي زياته كړه، چې دوى په مزار كې له ډېرو ستونزو سره مخ شول، ځاى يې نه درلود او په دې ښار كې سم بلد هم نه و.

د هغه په وينا، كه چېرې د شمال ختيځ زون ازموينه په كندوز كې اخيستل شوې واى؛ نو د هغه زون زده كوونكو به په اسانه په كې ګډون كړى واى.

خو د بلخ پوهنتون رييس وويل، چې د ازموينې د ځاى غوره كېدو چارې دوى پورې اړه نه لري؛ دغه چارې په مركز كې سمبالېږي او دوى يواځې د كانكور ازموينې د اخيستو چارې سمبالولې.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.