ترينکوټ، اسعد اباد (پژواک ١٤ کب ٩٠): په اروزګان کې د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه طالبان او يو پوليس وژل شوي او درې طالبان نيول شوي دي .
د اروزګان ولايت د چورې امنيه قوماندان نعمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ په کشۍ سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي، درې نور ژوندي نيول شوي او يو پوليس سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى.
نوموړي زياته کړه چې پر يادې پوستې بريد څو ساعته دوام وکړ، چې له امله يې د پوليسو د ملاتړ لپاره د ملي اردو سرتېري سيمې ته راورسېدل.
د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمد، که څه هم دا مني چې د دوى وسلوالو د کشۍ په سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى؛ خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.
د يو بل خبر له مخې، د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ماين چادنې له امله د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او يو تن يې ټپي دى.
د کونړ ولايت په پېچ دره کې د ملي اردو د شپږم کنډک قوماندان ډګرمن محمد تراب د کب په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن مازيګر شاوخوا پنځه بجې د ماڼوګي ولسوالۍ د ګرګس په سيمه کې رامنځ ته شوې وه.
نوموړي زياته کړه، چې د ملي اردو دغو سرتېرو په سيمه کې خپل مرکز ته له چينې څخه د څښلو اوبه راوړلې، چې د ريموټ کنټرول په واسطه پرې د ماين چاودنه وشوه.
ده وويل، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو موټر هم په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
د تراب په خبره، ټپي سرتېري يې په سيمه کې د ملي اردو روغتون ته انتقال کړى دى.
د يادې چاودنې مسووليت تردې دمه چا په غاړه نه دى اخيستى.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن