کابل ښار (پژواک ١٥کب ٩٠): د دولت څلور وسلوال مخالفين او د ملي اردو څلور منسوبين په يو شمېر ولايتونو کې د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي او د يوه ماين خښوونکي په ګډون پنځه تنه نور نيول شوي دي.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن د کب په ١٥مه د کورنيو چارو له وزارت څخه پژواک اژانس ته را رسېدلي راغلي، چې د دولت ياد وسلوال مخالفين په کابل، ننګرهار، کندهار او بادغيس ولايتونو کې د ملي پوليسو د تېرو ٢٤ ساعتونو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په ټوليزه توګه په يادو ولايتونو کې د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په مرسته د ملي پوليسو اوه عمليات ترسره شوي او په ترڅ کې يې يو وسلوال ټپي شوى او څلور نور نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په يادو عملياتو کې څه باندې يو ټن چاودېدونکي توکي، څلور ماينونه او لاسي بمونه، دوه راکټونه، ٢٥ميله ډول ډول وسلې، ٢٨درنې مرمۍ، ١٣٩٥سپکې مرمۍ، ١٣٤کيلوګرامه نشه يي توکي او يوه پايه مخابره ترلاس شوې ده.
د سرچينې په وينا، يو ماين خښوونکى، چې غوښتل يې د اروزګان د چورې ولسوالۍ د سرخ کاريز د سيمې پر سړک د وسايطو ضد ماين ځاى پرځاى کړي، هم نيول شوى دى.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت اعلان کړى، چې د فراه، بادغيس، کندهار او ميدان وردګو په ولايتونو کې د ملي اردو د منسوبينو د امنيتي دندو پر مهال څلور ميله کلاشينکوفونه ترلاسه کړي، د پرسونل ضد څلور کړۍ ماينونه او ١٥کيلوګرامه چاودېدونکي توکي يې کشف او شنډ کړي دي.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د ملي اردو دوه منسوبين د کنړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د امنيتي دندو پر مهال او دوه نور د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې وژل شوي او يو بل ټپي دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن