کابل ( پژواک د کب ١٩مه ٩٠): حامد کرزي د امريکا د متحده ايالتونو له ولسمشر او د بهرنيو چارو له وزيرې سره ددواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو، د سولې د پروسې او سيمه ييزو مسايلو په اړه خبرې وکړې.
د جمهوري رياست په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره شپه د ويډيويي کنفرانس له لارې ددواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند، د سولې د پروسې او سيمه ييزو مسايلو په اړه خبرې وکړې.
سرچينه کاږي، چې په دې ويډيويي اړيکه کې ددواړو هېوادونو ولسمشرانو د بګرام زندان د مسووليت د لېږد په اړه خبرو کې د پرمختګونو په اړه هم خبرې وکړې.
همدارنګه ددواړو هېوادونو ولسمشرانو د سولې د پروسې او ددولت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو په اړه هم خبرې وکړې او د امريکا ولسمشر د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړى دى .
په دې ويډيويي کنفرانس کې حامدکرزي ددواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په خبرو کې د پرمختګونو په اړه له خبرو سربېره ، پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه خبرې وکړې او هغه يې مثبت وباله.
همدارنګه سرچينه ليکي، چې حامد کرزي او د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنټن هم تېر ماښام ديوې ټېلېفوني اړيکې په ترڅ کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند په اړه خبرې کړې دي .
په دې ټېلېفوني اړيکه کې حامد کرزي او هيلري کلنټن ددواړو هېوادو ددوه اړخيزو خبرو، د سولې د پروسې، د سيمې د حالاتو او افغان حکومت ته د بګرام زندان د مسووليتونو د لېږد پر موضوع هم بحث او خبرې اترې کړې دي.
د جمهوري رياست په خبرپاڼه له امريکايي چارواکيو سره د حامد کرزي د خبرو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې ځينې ناتاييد شوي راپورونه خپاره شول چې ګواکې د افغان لوري لخوا د ستراتيژيکو همکاريو په اړه پر خپلو شرايطو د ټينګار له امله امريکايي چارواکيو له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون لاسليک ځنډولى دى.
خو حامد کرزي د کب په ١٥مه ويلي و، چې د ياد سند په اړه خبرې روانې دي او ځينې پرمختګونه هم په کې شوي دي .
همدارنګه ځينې راپورونه وايي چې افغان ولسمشر له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو سند د لاسليکولو په برخه کې د بېلابېلو کړيو تر فشار لاندې دى.
افغان حکومت د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپنيو عملياتو بندول او افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانونو سپارل د شرايطو په توګه وړاندې کړي او ټينګار يې کړى ، چې له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو سند بايد د دوديزې لويې جرګې د مشورو په پام کې نيولو سره لاسليک شي .
دوديزې لويې جرګې د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی او د شپې له خوا د خلکو د کورونو د تلاشيو او عملياتو د بندولو په شرط له امريکا سره د ستراتيژيک تړون ملاتړ کړى وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن