Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د اسلامي فقهې ستوري” د سيالۍ ګټونکې اعلان شوې

“د اسلامي فقهې ستوري” د سيالۍ ګټونکې اعلان شوې

author avatar
11 Mar 2012 - 17:47
“د اسلامي فقهې ستوري” د سيالۍ ګټونکې اعلان شوې
author avatar
11 Mar 2012 - 17:47

کابل ښار (پژواک ٢١کب ٩٠): د ١٥٠٠ تنو هغو ښځو او نجونو له ډلې څخه چې “د اسلامي فقهې ستوري” په سيالۍ کې يې ګډون کړى وو، ٦٠ تنه د دغې سيالۍ ګټونکې وګڼل شوې.

دغه سيالي درې اونۍ وړاندې د سلام خصوصي پوهنتون په تالار کې د جمعيت اصلاح افغانستان د خويندو څانګې له خوا پر لاره اچول شوې وې او نن (د کب ٢١مه) د دې سيالۍ ګټونکو ته جايزې او ډالۍ ورکړل شوې.

په دې سيالۍ کې سامعې “امامي” لومړى مقام، بي بي حوا، سميې او نذيرې په ترتيب سره  دويم، درېيم او څلورم مقام وګاټه. 

د البيروني پوهنتون د طب پوهنځي د درېيم کال محصلې سامعې، چې په دې سيالۍ کې يې لومړى مقام ترلاسه کړى دى، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اسلامي علومو سره يې لېوالتيا د دې لامل شوه، چې په دې سيالۍ کې ګډون وکړي.

هغې زياته کړه: “په دي سيالۍ کې مې لويه ګټه وکړه چې د دې مقام او جايزې په نسبت ډېره  لوى دى او د ډېرې خوښۍ احساس راته پيدا شو.”

د طب پوهنځې دې محصلې وويل، چې خپل وخت يې د ديني مسايلو مطالعې ته ځانګړى کړى او د اسلامي فقهې، د اسلام د پنځو بناوو او د لمانځه د احکامو په برخه کې يې کافي معلومات لاسته راوړي دي.

سامعې په دې سيالۍ کې د خپل ګډون موخه په اسلامي مسايلو کې د خپلې وړتيا لوړول او له نورو سره د خپلو تجربو شريکول وګڼل او زياته يې کړه، دا لومړى ځل دى چې په دې ډول لويو سياليو کې يې ګډون کړى دى.

د جمعيت اصلاح د خويندو د څانګې عمومي مسوولې سعديې حفيظ وويل، چې په دې سيالۍ کې يوې ګډون کوونکې له ټولو نومرو څخه بايد ٧٥ سلنه پوره کړې واى، چې د دې معيار پربنسټ ٦٠ تنه ممتازې او د جايزو حقداره وګڼل شوې.

نوموړې د دې سيالۍ د جوړولو موخه د خويندو د ديني معلوماتو پياوړتيا، د مطالعې د فرهنګ خپرول او له ژمنيو رخصتيو څخه سمه ګټه اخيستل وګڼل.

د جمعيت اصلاح د خويندو د څانګې مشرې وويل، چې د ازموينې د پارچو څېړنه د ازموينې د کمېسيون له خوا په مسوولانه او کره توګه ترسره شوې او مسوولينو د يوې رڼې پروسې په ترڅ کې هڅه وکړه، چې د هېڅ يوې ګډونوالې حق تلف نه شي.

د جمعيت اصلاح افغانستان د خويندو د څانګې مشرانو وويل، چې له دوو لسيزو راپدېخوا  په افغانستان کې د اسلامي نظام د ټينګښت او د خويندو په منځ کې د ديني کتابونو او اسلامي زده کړو د خپراوي په موخه فعاليت کوي او د خويندو لپاره د اسلامي زده کړو د اسلامي اخلاقو د دورو او ورکشاپونو په جوړولو او د مسلمانې مېرمنې د روزنې له لارې خپله ايماني دنده ترسره کوي.

د يادونې وړ ده، چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د سيرت د هغې سيالۍ له ١٢زره ګډونوالو څخه، چې تېره اونۍ د کابل ښار د وزير محمد اکبرخان جومات له خوا پر لاره اچول شوې وې، ٢٤٠٠ تنو چې څلوېښت سلنه يې ښځې او نجونې دي، دويم پړاو ته لار وموندله.

 

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.