ترينکوټ ( پژواک ٢٥ کب ٩٠): د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۱۳ غړي ووژل شول.
د اروزګان ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فريد عايل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ماين نن (د کب ٢٥مه) له غرمې مخکې د سپرليو پر يوه سراچه موټر والوت.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې نهه ماشومان او څلور ښځې ووژل شوې، يو بل ماشوم او د موټر چلوونکى ټپيان دي.
عايل وايي چې ډېرو ماشومانو مړي ټوټه ټوټه شوي او د پېژندلو نه دي.
د اروزګان د والي وياند سيدمعروف همدرد وايي، چې دا ماين د وسلوالو طالبانو له خوا د سړک پر غاړه اېښودل شوى و؛ خو طالبانو د دې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
ولسمشر حامدکرزي د يادو کسانو وژنه له وحشت نه ډک او د انسانيت ضد عمل بللی او په کلکه يې غندلى دى.
هغه خبرپاڼه چې د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر له لوري نن مازيګر پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي چې دا ماين د دهراوود ولسوالۍ په سياچاو سيمه کې د افغانستان د دښمنانو له خوا د سراچې موټر پر وړاندې الوځول شوى دى، چې د ١٣ ماشومانو او مېرمنو ژوند يې واخيست.
ولسمشر کرزي ويلي دي: ((د بې ګناه انسانانو وژنه کبيره ګناه ده او د اروزګان پېښه وحشيانه او د ټول انسانيت خلاف ده، چې په هېڅ دين او مذهب کې نه بښل کېږي.))
نوموړي د دې پېښې د قربانيانو کورنيو ته ډاډګيرنه ورکړې او ټپيانو ته يې د الله(ج) له دربار څخه د بېړنۍ روغتيا غوښتنه کړې ده.
د يادونې ده، چې تېره ورځ د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې اته ولسي کسان ووژل شول، چې پړه يې تراوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن