ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند معيوبينو د خپلو حقونو غوښتنه وکړه

author avatar
18 Mar 2012 - 18:10
author avatar
18 Mar 2012 - 18:10

لښکرګاه (پژواک ٢٨ کب ٩٠): د هلمند ولايت په مرکز لښكرګاه كې لسګونو معيوبينو د ولايت د مقام مخې ته د خپلو حقونو د لاس ته راوړو په موخه لاريون وکړ.

د محمد نسيم په نوم د مارجې ولسوالۍ يوه معيوب د کب په ٢٨مه، د دې لاريون پر مهال پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دولتي چارواكو دوى له پامه غورځولي چې له امله يې دوى له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه زياته کړه، دوه كاله وړاندې يې په پوليسو كې دنده ترسره كوله، چې د يو ماين په چاودنه كې يې دواړه پښې پرې شوې.

نوموړى وايي، چې هغه مهال يواځې پنځه زره افغانۍ وركړل شوې، په داسې حال كې چې پنځوس زره افغانۍ يې خپل حق و، خو نه دي وركړل شوي.

محمد نيسم زياته كړه چې اوس مهال د دوى ۴۱ كسانو له كابل څخه د استوګنې د کورونو لپاره امر راوړى دى؛ خو دلته د معلولينو رياست د چارواكو له خوا ورسره مرسته نه كېږي، ترڅو ولايت او ښاروالي دوى ته نومرې وركړي.

د محمد ولي په نوم يوه بل معيوب چې په يوې چاودنه کې يې دواړه پښې له لاسه ورکړي، پژواک ته وويل چې له ولسي جرګي او اړوندو وزارتونو څخه يې د ۴۱ اوسېدنې نومرو امر راوړى دى؛ خو دلته د ولايت او اړوندو ادارو له خوا يا وخت نه وركول كېږي او يا هم وخت بې ځايه پرې تېروي.

د نوموړي په وينا، داسې معلومات يې ترلاسه کړي چې د دوى د امر پربنسټ د معلولينو رياست له خوا نورو كسانو ته په واسطو او د خپلوۍ په خاطر نومرې وركول كېږي.

د هلمند د كاراو ټولنيز چارو رياست د شهيدانو او معلولينو امر حاجي علي جمعه دلسوز پژواك اژانس ته وويل، چې دغو كسانو خپلې غوښتنې دوى ته نه دي وړاندې كړي، څو دوى ورسره مرسته وكړي.

نوموړي زياته کړه، چې تېر كال يې هم يو شمېر معيوبينو ته د كورونو لپاره له ولايت څخه نومرې اخيستې وې او سږ كال يې هم د ولايت له مقام څخه ۳۸ معيوبينو ته د كورونو لپاره امر اخيستى دى.

د هغه په وينا، معيوبين په ټولو ادارو كې پنځه سلنه حق لري، خو نه دي وركړل شوي او دوى يې غوښتنه هم كړې ده.

دلسوز زياته كړه، له دوى سره ۵۳۰۰ شهيدان او معيوبين ثبت دي، په دې كې ۲۴۰۰ يې معيوبين دي، چې ۱۸۲ يې ښځينه دي.

د ده په خبره، يو شمېر معيوبين يې حرفوي زده كړو ته ورپېژندلي او شاوخوا سلو كسانو ته يې د كار زمينه برابره كړې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.