ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلمي رسول د قطر له چارواکو سره طالبانو ته د دفتر پر  پرانېستو هوکړه وکړه

زلمي رسول د قطر له چارواکو سره طالبانو ته د دفتر پر پرانېستو هوکړه وکړه

author avatar
4 Apr 2012 - 15:58
زلمي رسول د قطر له چارواکو سره طالبانو ته د دفتر پر  پرانېستو هوکړه وکړه
author avatar
4 Apr 2012 - 15:58

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزير له قطري چارواکو سره په دغه هېواد کې طالبانو ته د دفتر پر پرانيستو هوکړه وکړه او په نږدې ورځو کې به د دواړو هېوادونو چارواکي په کابل کې د ياد دفتر پر شرايطو خبرې وکړي.

دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاويد لودين نن د ملي شورا په انګړ کې خبريالانو ته وکړې.

شاوخوا څلور مياشتې مخکې د امريکا متحدو ايالتونو او المان هېواد وپتېيله، چې وسلوالو طالبانو ته دې په قطر کې د سولې په اړه د خبرو په موخه دفتر پرانيستل شي.

وروسته د افغانستان دولت هم له دغه کار سره موافقه وښوده او طالبانو هم وويل، چې له امريکا سره د (افهام او تفهيم) په موخه په قطر کې د دفتر پرانيستلو ته چمتو دي.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي تېر کال د ليندۍ په ٢٩مه په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانيستو په اړه وويل: ((هدف سوله ده، د سولې تامين دى، له مسلحو مخالفينو سره مذاکرات دي، که دا ترسره کېږي او په افغانستان کې سوله راځي، د دغه ضرورت په اساس باندې، موږ اماده يو په هر اسلامي هېواد کې، چې مسلحو مخالفينو ته دفتر جوړېږي، موږ موافقه ورسره لرو، چې هر هېواد په کې راتلاى شي.))

 خو لودين وايي: ((وړانديز وشو، چې له طالبانو سره د مذاکرې لپاره بايد يو ادرس جوړ شي، چې د دغه ادرس د جوړېدو لپاره په قطر کې موافقه وشوه، دا چې سوله د افغانستان تر ټولو لويه سياسي اړتيا ده، موږ د سولې له پروسې ملاتړ وکړ، خو مو ويل تر هغه، چې د افغانستان او قطر دولتونو ترمنځ د طالبانو د دفتر په اړه مستقيمې خبرې نه وې شوې، د دغه دفتر له جوړېدو سره موافق نه يو، هماغه و چې دغه دفتر بيا جوړ نه شو.))

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول د وري په ١٤مه د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د قطر له چارواکو سره د خبرو په موخه قطر ته تللى دى.

قطر ته د بهرنيو چارو د وزير سفر نن د ولسي جرګې په غونډه کې هم وڅېړل شو او د دغې جرګې غړو يې په اړه بېلابېلې څرګندونې لرلې.

په ولسي جرګه کې د کابل استازې شکريه بارکزۍ په قطر کې طالبانو ته د دفتر په جوړېدو نيوکه کوي او وايي: ((په يو دولت کې د بل دولت دوه سياسي نمايندګۍ نه وي.))

دغه راز د بارکزۍ په وينا، قطر ته د زلمي رسول ورتګ د سولې د عالي شورا شتون هم تر پوښتنې لاندې راولي.

د ولسي جرګې لومړي نايب ظاهر قدير، چې نننۍ غونډه يې هم تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، په دې اړه وويل: ((قطر ته د بهرنيو چارو وزير ورتګ يو غلط او غير قانوني حرکت دى، په دې اړه بايد ټول تالار يو ګډ تصميم ونيسي، يواځې د رييس تصميم کوم اثر نه لري.))

قدير دا هم وويل، چې د اړوندې موضوع په اړه د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول ولسي جرګې ته غوښتل شوى دى.

خو جاويد لودين وايي: ((په قطر کې د طالبانو دفتر د افغانستان له سفارت سره هېڅ ډول تړاو نه لري، د طالبانو دفتر يواځې سولې ته د رسېدو په مقصد جوړيږي.))

لودين د سولې د عالې شورا په اړه د بارکزۍ د څرګندونو په تړاو وويل، چې د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر معصوم ستانکزى هم د قطر په سفر کې د بهرنيو چارو له وزير سره ملګردى دى.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، له څه مودې راهيسې د امريکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې په اړه خبرې روانې وې.

خو څو ورځې مخکې طالبانو وويل، له دې امله چې امريکا د سولې په خبرو کې ثابت دريځ نه لري، دغه خبرې دروي.

دغه راز طالبانو ويلي، چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي؛ ځکه چې د پرېکړو واک نه لري.

طالبانو ته په قطر کې د دفتر پرانيستل او له امريکايي زندانونو د طالب بنديانو خوشي کول له امريکا څخه د طالبانو غوښتنې وې.

خو په نړيوالو چارو کې د سولې د عالي شورا سلاکار محمد اسماعيل قاسميار د وري په ١٢مه وويل، امريکا د ګوانتانامو له زندان څخه د پنځو طالب بنديانو په ازادولو په دې شرط موافقه کړې، چې هغوى بېرته تاوتريخوالي ته مخه نه کړي.

 

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.