کابل-ميمنه (پژواک ١٧ ورى ٩١): د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونه وايي، چې د فارياب په پروني ځانمرګي بريد کې ١٣ تنه وژل شوي دي.
پرون له غرمې مخکې هغه مهال د ميمنې ښار د ښاروالۍ په پارک کې ځانمرګى بريد وشو، کله چې يوه ډله بهرني سرتېري دغه پارک ته ورغلل.
د عيني شاهدانو په وينا، ځانمرګى بريدکوونکى پلى و او خپل ځان ته يې د ښاروالۍ پارک دننه بهرنيو ځواکونو ته نږدې چاودنه ورکړه.
د فارياب امنيتي مسوولينو پرون پژواک اژانس ته ويلي وو، چې د ميمنې ښار په ځانمرګي بريد کې د دوو پوليسو او د ايساف د درېيو سرتېرو په ګډون ٩ تنه وژل شوي او د ١٨ ملکي وګړو په ګډون ٢٢ نور ټپيان شوي دي.
خو په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د فارياب په پروني ځانمرګي بريد کې ١٣ تنه وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې د ايساف درې سرتېري، څلور افغان امنيتي سرتېري او شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
که څه هم ايساف په دغه ځانمرګي بريد کې د خپلو وژل شوو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو امنيتي سرچينو ويلي، چې وژل شوي سرتېري امريکايي دي.
بلخوا په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن دغه ځانمرګى بريد غندلى دى.
د ايساف خبرپاڼې د جنرال الن له خولې ليکلي، چې په افغانستان کې د سولې دښمنانو د عامو خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې دغه کرغېړن کار ترسره کړى دى.
جنرال الن په دې پېښه کې د وژل شوو عامو وګړو، افغان سرتېرو او د ايساف سرتېرو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.
د ايساف قوماندان زياته کړې: ((موږ له افغان امنيتي ځواکونو سره خپلو همکاريو ته ژمن يو او دا ډول ډارن او کرغېړن بريدونه زموږ پر اړيکې هېڅ ډول ناوړه اغېزه نه شي کولى.))
نوموړي ويلي، چې له خپلو افغان وروڼو سره اوږه په اوږه خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي، څو دوى وکولاى شي د خپل ولس د امنيت چارې په خپل لاس کې واخلي.
ولسمشر حامد کرزي هم د فارياب پرونى ځانمرګى بريد په کلکه غندلى دى.
د دغه بريد مسووليت طالبانو پر غاړه اخيستى او طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې اته بهرني سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د فارياب د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالعليم حليم نن پژواک اژانس ته وويل، روغتون ته ٣٨ ټپيان ور وړل شوي وو، چې اته په کې مړه شول.
نوموړي د څلورو نورو ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ وباله.
په عين حال کې د فارياب امنيه قوماندان عبدالخالق اقساى وايي، چې په ياده پېښه کې څلور ملکي وګړي او دوه پوليس وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون له ١٥ تنو ډېر ټپيان شوي دي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن