ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي جبهې او د امريکا دکانګرېس پلاوي ،يوځل بيا پر پارلماني نظام ټينګار وکړ

22 Apr 2012 - 20:11
22 Apr 2012 - 20:11

کابل ( پژواک د غويي ٣مه ٩١) : ملي جبهې او د امريکا د کانګريس پلاوي د سياسي نظام په جوړښت کې ، درياستي نظام بدلول په پارلمانى باندې  ټينګارکوي او وايي،چې د اوسنيو سياسي ستونزو لپاره ښه بديل پارلماني نظام دى.

دا مطلب په هغه ګډه خبرپاڼه کې،چې نن ( دغويي ٣مه) دافغانستان دملي جبهې او د امريکا دمتحده ايالتونو دکانګريس د پلاوي له خوا صادر شوه ، په ډاګه شوى دى.

په دې اعلاميه کې ويل شوي دي،چې د افغانستان ملي جبهه او د امريکا د کانګريس پلاوى، له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو تر بشپړيدو مخکې ، د افغانستان په سياسي نظام کې د ژورو اصلاحاتو په راوستو ټينګار کوي او باور لري،چې فساد او د افغانستان په موجوده نظام کې د روڼتيا نه شتون ريښه ،د اوسني نظام په جوړښت کې ده.

په خبرپاڼه کې ټينګار شوى ده،  په پارلماني نظام کې چې د واک وېش په ولايتونو کې  په اجرايوي کچه ترسره شوى وې، له اوسنيو سياسي ستونزو نه د وتلو لپاره ښه بديل دى.

دا ګډه اعلاميه،چې دملي جبهې مشراحمدضيا مسعود له خوا په ګډۀ خبري ناسته کې ،چې د امريکا د کانګريس يو غړي او ددې جبهې دمشرتابه پلاوي هم په کې ګډون درلود ولوستل شوه، په کې ويل شوي دي،چې دا جبهه او دامريکا د کانګريس پلاوى ،له ډيرو پراخو خبرو اترو وروسته د هېواد په سياسي جوړښت کې له اړتيا سره سم تغييرات ،ټول افغان لوري په ملي يووالي پرې ټينګار کوي.

په دې ګډه اعلاميه کې راغلي دي: (( دافغانستان ملي جبهه او دامريکا دکانګريس پلاوى په افغانستان کې د سولې له بهير څخه هرکلى کوي، خو عدالت بايد دسولې قرباني نه شي ، نوځکه هر ګام چې دافغانستان د اساسي قانون مندرج ارزښتونه په پام کې ونه نيسي، د نه منلو دي.))

په خبرپاڼه کې له تروريزم سره پر هراړخيزې او رغنده مبارزې ټينګار شوى او په دې باور دي،چې له افغانستان څخه به دبهرنيو ځواکونو وتل مسوولانه وي ،چې د ډموکراسۍ د بهير دټکنې کيدو او وېره اچونکو له منځه وړلو په اړه  به ،بشپړ ضمانتونه وسپاري.

ليوى گومرت Louie Gomert   ،چې دامريکا دکانګريس پلاوي په استازيتوب يې په دې خبري غونډه کې خبرې کولې وويل: (( موږ او ملي جبهه د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوو،خو ټينګار کوو،چې ټولې خواوې بايد په دې بهير کې برخه واخلي.))

نوموړي وويل، چې ملي جبهه او افغان ولس اندېښنه لري،چې د ايسا ف ځواکونو له وتلو وروسته به ډموکراسي له منځه ولاړه شي او د افغانستان وګړي دطالبانو بيا راستنېدل نه شي زغملى.

همداراز هغه په دې اړه،چې ددې پلاوي يوغړى په دوبۍ کې افغانستان ته له سفر څخه منع شوى دى وويل،چې د دوبۍ په هوايي ډګر کې دکانګرېس له دې غړي څخه غوښتنه وشوه،څو هلته ايسارشي.

نوموړي په دې اړه،چې د کانګرېس دې غړي ته دچا له خوا افغانستان ته دسفر اجازه نه ده ورکړل شوې، زيات مالومات ورنکړل، خو ويې ويل،چې په دې هکله به امريکا ته له ستيندو وروسته، معلومات ورکړي.

احمدضياء مسعود ، افغانستان ته ددې پلاوى د مشرتابه پرسفربنديز  ،وغانده.

د يادونې وړده،چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې د ملي جبهې  مهمو غړيو ،محمد محقق، عبدالرشيد دوستم او احمدضياء مسعود ته  امريکا د کانګريس د يو شمېر غړيو له خوا  د هېواد د سياسي نظام په جوړښت کې دتغييراتو په اړه دخبرو اترو لپاره جرمني ته بلنه ورکړل شوې وه.

دهغوى سفر او په هېواد کې د سياسي نظام په بدلون خبرې اترې، د افغان دولت او يو شمېر کلتوري او سياسي کړيو له خوا وغندل شو او په داسې موضوع ګانوباندې بحثونه  يې د ملي ګټو په خلاف وګڼل.

د افغانستان د باندينيو چارو وزارت داعلاميې په خپرولو سره ويلي و،چې افغان دولت د بهرنيو وګړو او بنسټونو رول د هېواد په چارو کې لاسوهنه بولي او هغه غندي او په ډاګه کوي،څو په راتلونکې کې داسې خوځښت تکرار نه شي.

د امريکا دمتحده ايالتونو سفارت هم ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و،چې امريکا خپل اوږدمهالى ملاتړ د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې پريو موټي افغانسان ټينګار کوي او هرډول څرګندونې ددې خلاف په بشپړه توګه بې بنسټه دي.

افغان دولت د برلين د ناستې په غبرګون کې وايي،چې د هر ډول غونډو، اقداماتو او څرګندونو مخالف دى،کومې چې  د ملي يووالي له روحيې او د افغانستان د اساسي قانون د مندرجو اصولوسره په ټکر کې وي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version