ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فضل ولي ناګار د شاعرۍ مخ کتنه وشوه

author avatar
25 Apr 2012 - 19:43
author avatar
25 Apr 2012 - 19:43

جلال اباد (پژواک ٦ غويى ٩١): د پښتو ژبې د نوموتي شاعر او د غزلبول شاعر حمزه بابا د عرفاني سبک پيرو استاد فضل ولي ناګار د شاعرۍ مخ کتنه وشوه.

د ناګار د شاعرۍ مخ کتنه چې تر ډېره د هغه په درېيو شعري ټولګو راڅرخېده، نن په ننګرهار کې د نظر اباد علمي او کولتوري ټولنې له لوري ترسره شوه، چې يو شمېر ليکوالو او د پوهنتون استادانو په کې برخه اخيستې وه.

د ناګار شاعرۍ تر عنوان لاندې په دغې مخ کتنه کې چې سلګونو مينه والو ګډون درلود، د ننګرهار پوهنتون استاد پوهندوى معروف شاه خان شينواري، ناګار يو باغي شاعر وباله او د نوموړي شاعري يې د فکري انقلاب مخکښه شاعري وبلله.

شينواري زياته کړه: ((د ناګار شاعري لوړه او هېچا ته د سر ټيټولو نه ده.))

د پښتو ژبې مشهور ليکوال پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار، ناګار د حمزه بابا د شاعرۍ په پل روان شاعر وباله او زياته يې کړه، نوموړي ديني او ملي جذبي سره يوځاى کړې دي.

د ننګرهار پوهنتون استاد محمدابراهيم همکار وويل،چې د ناګار په شاعرۍ کې د تشبيه، استعارې او تلمېح نوي ترکيبونه ډېر ترسترګو کېږي، چې د ځوانو ليکوالو او شاعرانو لپاره د لارې مشالونه دي.

د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو ټولنې مشر لال پاچا ازمون وويل، چې ناګار د مقاومت هغه شاعر دى، چې شعر يې له شعار څخه نه دى قرباني کړى او مذهبي خوم يې په ملي فکر کې وړاندې کړى دى.

ازمون وويل: ((زما په اند، ناګار د بربنډې شاعرۍ پرىځاى د فکر او خيال شاعري کړې ده.))

د ناګار خپرندويې ټولنې مشر نجيب الله نايل وويل، چې په ١٣٨٩ لمريز کال کې يې د استاد فضل ولي ناګار لومړۍ شعري ټولګه (دا هغه بالاحصار دى) ده، چې د حکمتيار اسلامي حزب له لوري چاپ شوې او د جهاد د کلونو شعرونه په کې راغلي دي.

د هغه په وينا، د ناګار دويمه شعري ټولګه (سندر يون)، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال چاپ شوې او درېيمه شعري ټولګه (شملې هسکې ولونه ولونه)، چې د روانې لسيزي شعرونه په کې راغلي دي.

نايل زياته کړه، چې د ناګار پورتنۍ درې واړه شعري ټولګې يې ((د ناګار شاعري)) تر عنوان لاندې په پنځه سوه مخونو کې چاپ کړې ده.

د غونډې په اوږدو کې د بېلابېلو ولاياتو فرهنګي، علمي، کلتوري او ادبي ټولنو ترڅنګ د ځينو واليانو پيغامونه هم واورول شول، چې ناګار يې يو بې جوړې شاعر بللى او له فرهنګيانو يې غوښتي و، چې د نوموړى د ادبي ژوند په هره برخه کې څېړنې وکړي.

  استاد فضل ولي ناګار د جهاد د کلونو پرمهال په پېښور کې د “شهادت” او ځينو نورو ورځپاڼو ليکوال او ژورناليست پاتې شوى، اوس مهال د ننګرهار پوهنتون استاد او د ادبياتو پوهنځي لپاره يې د ((عرفان او د پښتو ادب په لرغونې دوره کې يې څرکونه))، ((بايزيد روښان عرفاني او ادبي ښوونځى)) په نوم کتابونه هم چاپ کړي دي.

Views: 69

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.