کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩١): د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک تاييد کړ او ډېر ژر به د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.
د افغانستان او د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشرانو دغه سند د روانې مياشتې په ١٢مه په کابل کې لاسليک کړ.
د ولسي جرګې د نړيوالو چارو د کمېسيون غړي او په دغې جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازي سيد اسحاق ګيلاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ستراتيژيکو همکاريو ياد سند د تېرې اونۍ په لومړيو کې حکومت ولسي جرګې ته وسپاره.
هغه وويل، چې دغه کمېسيون ياد سند تېره سې شنبې تاييد کړ او د ولسي جرګې نورو کمېسيونونو ته يې د بحث لپاره استولى دى.
ګيلاني وويل، چې ډېر ژر به د جرګې په کمېسيونونو کې تر بحث وروسته دغه سند د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.
د ولسي جرګې د کورنيو دندو د اصولو له مخې، د جرګې په عمومي غونډه کې د اړوند کمېسيون له خوا د قوانينو او معاهدو پر اختلافي موضوعاتو بحث کېږي او بيا يې په اړه د جرګې رايه اخيستل کېږي.
ګيلاني د کابل او واشنګټن ترمنځ د همکاريو د ياد سند په اړه وايي: ((دغه هوکړه ليک داسې کومه ستونزه نه لري چې د هېواد په تاوان وي، نو زه فکر کوم چې جرګه به يې هم په اړه مثبته پرېکړه وکړي.))
د ولسي جرګې دويم نايب نعمت الله غفاري هم وويل، چې دغه سند د نړيوالو چارو کمېسيون تاييد کړى او د روانې اونۍ په اوږدو کې به د ولسي جرګې نور کمېسيونونه پرې بحث وکړي.
غفاري زياتوي: ((دقيقه نېټه ورته نه شم ټاکلى خو فکر کوم، چې دغه هوکړه ليک به ډېر ژر د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.))
د افغانستان د اساسي قانون د ٩٠مې مادې له مخې، د دولتونو تر منځ د معاهداتو او نړيوالو ميثاقونو تصديق او يا له هغو څخه د افغانستان بېلول د ملي شورا له واکونو څخه دي.
دغه راز د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، تېره اونۍ د مشرانو جرګې د نړۍ والو چارو کمېسيون هم د امريکا او افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو سند تاييد کړى دى.
مشرانو جرګه به وروسته له هغه د ياد سند د رد او يا تاييد پرېکړه وکړي چې ولسي جرګه يې په اړه تصديق کړي.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن