ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

الن : پاکستان د ناټو داکمالاتي موټرو د خوشې کولو په دُرشل کې دى

الن : پاکستان د ناټو داکمالاتي موټرو د خوشې کولو په دُرشل کې دى

author avatar
17 May 2012 - 11:42
الن : پاکستان د ناټو داکمالاتي موټرو د خوشې کولو په دُرشل کې دى
author avatar
17 May 2012 - 11:42

واشنګټن ( پژواک ٢٨ غويى ٩١ ) د ايساف  عمومي قوماندان وايي ، چې  پاکستان د دغه هېواد له لارې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي موټرو  د خوشې کولو لپاره چمتوالى نيسي.

پاکستان په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو د اکمالاتو لار، وروسته له هغه وتړله ،چې شپږ مياشتې مخکې د ناټو امريکايي ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې پر پاکستانۍ پوستې بريد وکړ او ٢٤ سرتېري يې ووژل.

جنرال جان الن  تېره ورځ د امريکا په ورجينيا ايالت کې ديوې غونډې پر مهال د ويډيو کنفرانس  له لارې وويل ، چې په تېرو څو اونيو کې د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانېستلو په موخه امريکايي او پاکستاني چارواکيو ګټورې خبرې کړې دي.

جنرال الن ددې اونۍ په پيل کې پاکستان ته تللى و او ددرې اړخيزه نظامي کمېسيون د غونډې په ترڅ کې يې له پاکستاني چارواکيو سره د اکمالاتي لارې د پرانېستلو په اړه  هم خبرې کړې وې.

هغه زياته کړه : (( له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان لخوا مثبتې اشارې ليدل کېږي، موږ د پاکستان لخوا ددې مثبتو اشارو او دلارې د خلاصېدو هرکلى کوو.))

جنرال الن ويلي ، چې دپاکستان لاره نه يواځې ددوى د اکمالاتو لپاره مهمه ده، بلکې له افغانستان څخه د وتلو لپاره هم يوه ښه لاره ده.

د ناټو سازمان عمومي منشي  راسموسن د تېرې جمعې په ورځ په بروکسل کې ديوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه، چې پاکستان ته ځکه په شيکاګو غونډه کې دګډون بلنه نه ده ورکړل شوې ، چې دغه هېواد د ناټو اکمالات بند کړي دي.

خو وروسته له هغه ، چې پاکستان مثبتې اشارې ورکړې، نو دوه ورځې مخکې د ناټو عمومي  منشي د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته د شيکاګو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.

د پاکستان د وزيرانو شورا په پرونۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ناټو د اکمالاتو د خوشې کولو پرېکړه به له يو لړ مشورو وروسته وکړي.  

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.