ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژاندو وسلوالو په جومات کې يو قومي مشر وواژه

ناپېژاندو وسلوالو په جومات کې يو قومي مشر وواژه

author avatar
29 May 2012 - 11:28
ناپېژاندو وسلوالو په جومات کې يو قومي مشر وواژه
author avatar
29 May 2012 - 11:28

غزني ښار ( پژواک ٩ غبرګولى ٩١ ) : ناپېژاندو وسلوالو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يو قومي مشر وواژه.

د غزني په ولايتي شورا کې د اندړو ولسوالۍ استازي امان الله کامراني د غبرګولي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا پېښه پرون د ماښام له لمانځه وروسته رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ناپېژاندو وسلوالو د حاجي محمد په نامه دغه قومي مشر په جومات کې وژلى او بيا تښتېدلي دي.

د پېښې يو تن عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل ، چې د ماښام له لمانځه وروسته حاجي محمد له څو نورو کسانو سره په جومات کې ناست وو، چې دوه وسلوال پر موټرسايکل راغلل پر حاجي محمد يې ډزې وکړې او تر وژلو يې وروسته ، وتښتېدل.

د ولايتي شورا ياد شوى غړى وايي، چې حاجي محمد له کومې ډلې سره تړاو نه درلود او په سيمه کې يې  دخلکو ستونزې هوارولې.

هغه زياته کړه ، چې حاجي محمد دپاکستان د استخباراتي ادارې( اى اېس اى ) لخوا وژل شوى دى.

حاجي محمد پر افغانستان د شوريانو د يرغل پرمهال د حرکت انقلاب اسلامي جهادي ګوند قوماندان و.

د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې دقومي مشرانو د وژلو پېښې زياتې شوې دي.

تېره ورځ د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې دټولنيزې شورا غړى او قومي مشر هم د ناپېژاندو وسلوالو لخوا ووژل شو .

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.