ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سترې محکمې دعالي شورا يوه غړي له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه

د سترې محکمې دعالي شورا يوه غړي له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه

author avatar
2 Jun 2012 - 16:18
د سترې محکمې دعالي شورا يوه غړي له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه
author avatar
2 Jun 2012 - 16:18

کابل (پژواک ١٣ غبرګولى ٩١): د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره ولسي جرګې ته له ورپېژندل شويو دوو تنو څخه يوه يې د باور رايه ترلاسه کړه.

ستره محكمه نهه غړي لري، چې درې تنه يې د څلورو کلونو لپاره، درې تنه يې د اوو کلونو لپاره او درې نور يې د لسو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

د سترې محکمې د نهه کسيزې عالي شورا له غړو څخه د سترې محکمې د رييس پوهاند عبدالسلام عظيمي، چې اوس د سرپرست په توګه کار کوي، ضامن علي بهسودي او مولوي محمدقاسم د کار موده په ١٣٨٩کال کې پاى ته رسېدلې ده.

د چهارشنبې ورځ د افغانستان د عدليې پخوانى وزير محمدسرور دانش او د قضائيه قوې اوسنى عمومي اداري امر ډاکتر عبدالمالک کاموي د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره د کانديدانو په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.

له يادو کسانو څخه د غبرګولي په ١٣مه، عبدالمالک کاموي له ولسي جرګې څخه د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه د باور رايه ترلاسه کړه، خو دانش د جرګې له خوا رد شو.

دا په داسې حال کې ده چې سرور دانش تر دې مخکې يو ځل د عدليې د کانديد وزير او بيا د لوړو زده کړو د کانديد وزير په توکه جرګې ته معرفي شوى و، خو د باور رايه يې ترلاسه نه شوه کړاى.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢٠٩ وکيلانو ګډون کړى و، چې د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره ١٠٥ د باور رايو ته اړتيا ده.

د قضائيه قوې د اوسنۍ عمومي ادارې امر ډاکتر عبدالمالک کاموي د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره له ولسي جرګې څخه ١٢٠ تاييدي رايې ترلاسه کړې، پاتې نورې ٦٣ مخالفې، ٧ سپينې او ٥ باطلې رايې وې.

وړاندې تر دې، چې کاموي له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي، وکيلانو ته وويل، چې که د سترې محکمې د عالي شورا غړيتوب يې ترلاسه کړ، په قضائيه قوه کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه او په دغې قوه کې ښځو او ځوانانو ته ونډه ورکول يې له مهمو پرګرامونو څخه دي.

کاموي زياته کړه: ((زموږ پر قضائيه قوې خلک يو څه بې باوره شوي دي، زما تر ټولو مهمه هڅه به دا وي، چې د خلکو باور پر دغه ارګان پيدا کړم.))

هغه وايي، چې هغه مهال به خلک په دغه ارګان باور پيدا کړي، چې عدالت تامين او رڼې پرېکړې وشي او په دې برخه کې به نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.

کاموي د فقهې او قانون په برخه کې د مصر له الازهر پوهنتون څخه د ماسټرۍ او دوکتورا سندونه ترلاسه کړي او له ١٣٨٢ کال را په دېخوا يې د افغانستان د قضايي ارګان ترڅنګ په نورو دولتي ارګانونو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.

د افغانستان د عدليې پخواني وزير محمدسرور دانش د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره له ولسي جرګې څخه ٨٢ تاييد، ١٠٢مخالفې، ٩سپينې او ٥ باطلې رايې ترلاسه کړې.

وړاندې تر دې چې محمد سرور دانش د باور رايه ترلاسه کړي د جرګې عمومي غونډې ته وويل، چې په قضاييه قوه کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه او د قضاييه قوې د ازادۍ او بې پرېتوب ترڅنګ د قضائيه، مقننه او اجرائيه قوو ترمنځ همغږي را منځ ته کول يې له مهمو موخو څخه دي.

دانش زياته کړه، چې د افغانستان قضاييه قوه جدي ريفورم او اصلاحاتو ته اړتيا لري، چې د امکان تر حده به دغه کار هم وکړي.

د هغه په وينا، که د سترې محکمې د عالي شورا غړيتوب يې ترلاسه کړ، هڅه به وکړي چې په دغه ارګان کې ښځو ته هم د پام وړ ونډه ورکړي.

سرور دانش په تېرو لسو کلونو کې د دايکنډي د والي، د عدليي وزير او د دوو کلونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه دندې ترسره کړې دي.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي د غونډې په پاې کې وويل: ((کاموي ته په کارونو کې بريا غواړم خو له بده مرغه چې دانش په دې ونه توانېده، چې د سترې محکمې د عالي شورا غړيتوب ترلاسه کړي.))

د اساسي قانون د ٦٤مې مادې له مخې، د سترې محکمې د عالي شورا غړي د ولسمشر په وړانديز او د ولسي جرګې په تاييد پر دنده ګومارل کېږي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.